ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د نوي ښاروال پر ضد لاريون وکړ

19 Dec 2018 - 15:55
19 Dec 2018 - 15:55

پلخمري(پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٧): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو دغې ولسوالۍ ته د نوي معرفي شوي ښاروال پر ضد لاريون وکړ او د کابل-کندوز لويه لار يې د ترافيکو پرمخ وتړله.

د لاریون کوونکو له ډلې حاجي شېرخان د لیندۍ په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د والي له لوري دې ولسوالۍ ته نوى ښاروال معرفي شوى چې خلکو ته د منلو نه دى.

هغه زياته کړه: (( سيمه ييزو ارګانونو د سيد نورق پاچا په نوم په کارپوه يو ځوان موږ ته د ښاروال په توګه معرفي کړى و، خو اوس والي په خپل سر بل کس چې په کار نه پوهيږي موږ ته معرفي کړى چې موږ يې نه منو.))

دغه راز بل لاريون کوونکي ګلاب هم وويل چې نوى ښاروال په هيڅ صورت دوى نه مني.

هغه وايي که يې غوښتنه ونه منل شي په نورو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

لاريون کوونکو له شاوخوا دوولس بجو راهيسې د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندوز لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

د يادو لاريون کوونکو د څرګندونو په ځواب کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي پژواک ته وويل، خلک د لاريون کولو حق لري، خو چې نورو ته ستونزې جوړې نه کړي.

دى وايي: (( مرکزي بغلان ته د فريدون په نوم نوى ښاروال ټاکل شوى که خلک ورسره مشکل لري موږ ته دې عريضه وکړي موږ به يې مشکل له سيمه ييزو ارګانونو سره شريک کړو، نو لارې خو دې د خلکو پرمخ نه تړي.))

د يادونې ده چې فريدون پخوا هم د دوو کلونو لپاره د مرکزي بغلان د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version