جلال اباد (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، دغه ولايت کې ۲۲ فابريکه لرونکو د برېښنا د بېلونو برخه کې ميليونونه افغانۍ فساد کړى چې اوس يې ترې ۱۵ ميليونه افغانۍ بېرته راګرځولي؛ خو لا هم ميليونونه افغانۍ پوروړې دي .
دوی وايي، يادو کسانو د ځانګړو مېترونو په نصبولو برېښنا ډېره مصرفوله؛ خو د مېتر درجه به کمه ښودله.
د ننګرهار د برېښنا رييس انجنیر اکرام الله عابد د لېندۍ په ۲۸مه د دغه ولايت رسنيو دفتر کې د يو کنفرانس پرمهال د خپلو فعاليتونو په تړاو معلومات ورکړل.
د نوموړي کنفرانس ته پر خبريالانو سربېره مدني فعالان او جلال اباد ښار اوسېدونکي هم ورغلي و او د خپلو ستونزو د حل غوښتنې يې وکړې.
د برېښنا رييس کنفرانس ته د وينا پرمهال وويل، چې دولتي او غير دولتي ادارې او اشخاص يې لا هم يو ميليارد او ۵۱۶ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.
هغه که څه هم د اشخاصو نومونه ياد نه کړل؛ خو د ادارو په تړاو يې وويل، چې يو ميليارد افغانۍ يې د کانال اداره، ۲۵ ميليونه افغانۍ ننګرهار محبس، ۸۰ ميليونه افغانۍ ولايت مقام پوروړي دي او دا شان يې د عامې روغتيا رياست او ځينې نورو ادارو نومونه هم په ډاګه کړل، چې د دوی پوروړي دي.
د برېښنا رييس وويل، روان لمريز کال ورته ۷۳۶ ميليونه افغانۍ ټارګيټ ورکړل شوی و؛ خو دوی لا د کال پای ته رسېدو څو مياشتې وړاندې شاوخوا ۸۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د انجنیر عابد د معلوماتو له مخې جلال اباد ښار کې ۲۲ فابريکه لرونکو د ځانګړو مېترونو په نصبولو برېښنا ډېره مصرف کړې او پيسې يې کمې ورکړي، چې په کې ميليونونه افغانۍ فساد شوی؛ خو اوس يې دوی د پيسو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې او شاوخوا پنځلس ميليونه افغانۍ يې ترې راټولې کړې دي.
د برېښنا رييس د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې د يادو فابريکه لرونکو اشخاصو نومونه روښانه کړي وويل: ((موږ دا مهمه نه ګڼو، چې د خلکو نومونه دې واخيستل شي، بلکې مهمه دا ده، چې موږ څنګه خپل پورونه راټول کړو.))
انجنیر اکرام الله عابد دې ستونزې ته هم اشاره وکړه، چې يو شمېر زورواکو د خپلو مېترونو ترڅنګ خپل وسله وال کېنولي او کله، چې د دوی مامورين د مېتر د کتلو لپاره ورځي، هغوی اجازه نه ورکوي.
دی وايي، جلال اباد ښار کې د شاخوا شپږ زره داسې مېترونه تقسيم شوي چې يوه کور ته دوه او يا ډېر مېترونه نصب شوي، چې دوی يې د راټولولو لړۍ پيل کړې او تر اوسه د ۴۰۰ زيات دا ډول مېترونه بېرته راټول شوي دي.
انجنیر عابد يادونه وکړه، ننګرهار کې د برېښنا ستونزې د حل لپاره يې د درونټې برېښنا بند د ترميم هڅې هم ګړندۍ کړي او نږدې راتلونکې کې به د نړيوال بانک په مرسته دغه بند ترميم او ظرفيت به يې له اتو مېګاواټو ۱۲ ته پورته شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن