ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونو د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ ګڼ کلي له وسلوالو نیولي

30 Dec 2018 - 11:09
30 Dec 2018 - 11:09

جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): چارواکي وايي، د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو، راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د امنيتي خونديتوب او جلال اباد- تورخم لويې لارې د امنيت په موخه عمليات پيل شوي دي.

دغه عمليات څلور ورځې وړاندې پيل شوي چې تر اوسه يې درې لوی او يو شمېر واړه کلي د وسله والو له موجوديته پاک کړي او ګڼې وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

چارواکي وايي، له وسله والو پاکې شوې سيمې به د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کولو نيسي او امنيتي ځواکونه به وړاندې د نورو سيمو د پاکولو عمليات مخې ته وړي.

د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې له کلونو وروسته يې سيمه امن کېږي او د وسله والو له زور زياتيو خلاصېږي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د مرغومي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې قول اردو اړوند څلورمې پلې لوا په مشرۍ غني خېلو ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، د قهر سېلاب نمبر۲۰ په نوم دغه ګډ چاڼيز او جګړه ييز عملياتو کې ملي اردو، سرحدي، عامه نظم او ملي پوليس او ملي امنيت ځواکونه برخه لري او د سیمه ييز پاڅونوال يې هم ملاتړ کوي.

دی وايي، د دغو عملياتو موخه د تورخم- جلال اباد لويې لارې امنيت ټينګښت، په سيمه کې د وسله والو ځپل او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د سيمو امن کول دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغو عملياتو پر مهال د غني خېلو ولسوالۍ اړوند سياچوب، ګلايي او شېګړ نواباد لوی کلي او چهل ګزی، بادام خېل، راغه او يو شمېر نور واړه کلي له وسله والو پاک شوي دي.

دی وايي، د يادو عملياتو پر مهال د ۸۲ ملي متري توپ يوه مرمۍ، ۱ ميل پنځه ډزی ټوپک، ۳ قبضې تفنګچې، ۱۰۵۷ فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۹ کړۍ ماينونه او نور بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او تر لاسه شوي دي.

د نوموړي په خبره، له دې وروسته به په نيول شوو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو پوستې ځای پر ځای کېږي او دغه راز به ګډ امنيتي ځواکونه د نورو سيمو د نيولو عمليات کوي.

د قول اردو وياند وايي، تر دغو عملياتو وروسته به ګډ امنيتي ځواکونه عمليات مومنددرې ولسوالۍ ته وغځوي او هلته به هم د وسله والو ځپلو په موخه مخې ته ولاړ شي.

بلخوا د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې يادو عملياتو ورته ډېره ګټه رسولې او تر اوږدې مودې وروسته توانېدلي چې په ازادانه توګه خپلو سيمو کې وګرځېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version