ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: مستبدانو د افغانستان په هر ځاى کې وينې بهولې دي

5 Jan 2019 - 18:07
5 Jan 2019 - 18:07

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، مستبدانو کله چې منارونه جوړول، نو دې ته یې نه کتل چې چېرته دې وي او چېرته دې نه وي، بلکې د افغانستان په هر ځای کې يې وینې بهولې دي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن "د کاکړ تاريخ بنسټ" په پرانيست غونډه او د پوهاند محمد حسن کاکړ له علمي خدمتونو څخه د درناوي په مراسمو کې وکړې.

ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ دوه کاله مخکې (د ١٣٩٥ کال د مرغومي په ١٨مه مړ او په لغمان ولايت کې خاورو ته وسپارل شو.

ولسمشر زياته کړه: ((زه نن دلته د یو داسې چا په باره کې خبرې کوم چې په لسګونو کلونو مې له نژدې ورسره پېژندل او مخکې تر دې چې په لومړي ځل یې ووینم، هم مې پېژانده؛ ځکه دی د قلم څښتن و، علمي آثار یې لیکل او مهمې ژباړې یې کولې. ما دی د خپلو آثارو له لارې پېژندلی و.))

ده وويل، پوهاند کاکړ د ثور له کودتا او د شوروي یرغل وروسته ډېر قوي دریځ ونیو او پنځه کاله یې په بند کې تېر کړل. په دې موده کې تل د هغه له کورنۍ سره اړيکه کې و او د هغه قربانۍ د ټولو لپاره د وياړ خبره ده.

دى وايي: ((د معاصر افغانستان په تاریخ لیکنه کې کاکړ صاحب یو داسې مقام لري چې هر بل مؤرخ که په دې موضوع لیکنه کوي، نو د کاکړ صاحب د آثارو لوستلو او نقد کولو ته به ځان مجبور احساسوي. په پښتو ژبه کې د تاریخي ـ علمي مفاهیمو په ایجاد کې کاکړ صاحب خاصه ونډه او برخه لري، کاکړ د پوهنتون د استاد په حیث ګڼ شاګردان روزلي او تربیه کړي دي، د هغه  سیاسي تقوا او دریځونه هم خاص اهمیت او مقام لري.))

د هغه په وينا، د داسې شخص نمانځل او قدرداني د یوه فرد نه، بلکې د یوې عنعنې نمانځنه او قدرداني ده.

دى زياتوي، د یوې ټولنې ثبات یواځې له دولت جوړونې او مارکېټ جوړونې سره تعلق نه لري. یوه ټولنه مشترکو ملي ارزښتونو ته اړتیا لري او ملي وحدت باید یواځې په شعار کې نه، بلکې په عمل کې هر وګړي ته ثابت شي.

اشرف غني وايي: ((د دې لپاره چې روښانه سبا ولرو، په کار ده د پرون او بل پرون د فاجعو په تیارو کې زنداني پاتې نه شو. مستبدانو که کله منارونه جوړول، نو دې ته یې نه کتل چې چېرته دې وي او چېرته دې نه وي، بلکې د افغانستان په هر ځای کې يې وینې بهولې دي. مستبدانو که مشروطه خواهان توپونو ته تړل، دا ورته مهمه نه وه چې د مور ژبه یې کومه وه او کومه نه وه.))

د نوموړي په وينا، تاریخ لیکونو ته په کار ده چې د ماضي دواړه برخې، مثبتې او منفي برخې په نظر کې ونیسي او تعادل ته پام وساتي، څو په دې ډول په دواړو برخو باندې ښه پوه شي.

ولسمشر زياته کړه: ((زه په دې باور یم چې د افغانستان لرغوني تاریخ ته توجه، زموږ د راتلونکي ثبات او سوکالي لپاره ضروري ده. افغانستان په ماضي کې د اسیا په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي څلورلاره کې واقع و او دغه موقعیت باید یو ځل بیا تر لاسه کړو.))

غني وويل، افغانان د یو بل له درکه پرته د وحدت بله لاره نه لري، په دردونو باندې غور په کار دی، خو د دې لپاره نه چې یو بل ته په کرکه وکتل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version