ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: کندهار ته واردېدونکي ډېری درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي

6 Jan 2019 - 13:59
6 Jan 2019 - 13:59

کندهار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چې له بهره، په ځانګړې توګه له پاکستانه را واردېدونکي ډېری درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي چې د روغتیا پر ځای زیان رسوي.

هغوی دغه راز یادونه کوي چې د ټیټ کیفیت تر څنګ د درملو واردولو پر مهال د هوا سوړوالي او تودوخې ته نه پاملرنه، په غیر معیاري ګودامونو کې د درملو ساتنه او له کم اعتبار لرونکو کمپنیو د درملو واردول هغه ستونزې دي چې چارواکي باید پاملرنه ورته وکړي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو اوس هم کندهار ته بې کیفیته درمل واردېږي چې خلکو ته هم مالي او هم روغتیايي زیان اړوي.

دی وايي، ډېری دغه درمل په قاچاقي لارو له پاکستانه راځي چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د ده په خبره، ډېر مهال ناروغان د درملنې پر مهال د درملو د ټیټ کیفیت له امله اړ کېږي چې له یوه روغتون څخه بل او له یوه ډاکټر څخه بل ته ولاړ شي چې هم یې پيسې بېځایه مصرفېږي او هم د درملنې پر ځای نورې روغتیايي ستونزې ورته پېښېږي.

دی له چارواکو غوښتنه کوي چې د خلکو دغې لویې جدي ستونزې ته پام وکړي، روغتیايي خدمات او د درملو واردول معیاري کړي.

د کندهار ښار بل اوسېدونکی محبوب الحق هم ورته شکایت کوي او وايي، ډېر مهال د ناروغۍ پر مهال درمل خوري خو په کنټرولولو کې یې هیڅ اغېز نه لري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر سوداګر درمل له پاکستانه راوړي چې بې کیفیته او تقلبي درمل په کې په اسانۍ موندل کېږي.

د ده په خبره، دا چې له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ پولې خلاصې دي ډېر دغسې درمل په قاچاقي توګه افغانستان ته راوړل کېږي چې حکومت يې باید مخنیوی وکړي.

دغه راز دی وايي، له بهره درمل د يخچال لرونکو موټرو پر ځاى په عادي موټرو کې راوړل کېږي او دغه راز په ګودامونو او درملتونونو کې هم په معياري ډول نه ساتل کېږي چې ډېر مهال تودوخه او نور موسمي حالات د هغو کيفيت ته زيان اړوي.

په کندهار کې یو شمېر ډاکټران او روغتیا پالان هم پر دې نظر دي چې دې ولایت ته بې کیفیته، زاړه او د کم اغېز لرونکي درمل راوړل کېږي چې د خلکو روغتیايي ستونزې يې لا ډېرې کړي دي.

ډاکټر محمد نبي همدا خبره کوي او وايي، د درملو یو شمېر کمپنۍ داسې درمل واردوي چې له روغتیايي پلوه یې کیفیت ټیټ او د ناروغیو په درملنه کې موثریت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version