ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې ١٥ دولتي سرتېرو او ١١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

7 Jan 2019 - 16:06
7 Jan 2019 - 16:06

قلعه نو(پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د بادغيس په قادس او ابکمري ولسواليو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د نښتو پر مهال لږ تر لږه ١٥ دولتي سرتېرو او ١١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بادغيس د والي وياند جمېشد شهابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ابکمري ولسوالۍ د "بند شهرم" سيمې اړوند د ولسي پاڅون کوونکو پر دوو پوستو بريد وکړ>

دى وايي چې په دغه بريد کې له ولسي پاڅون کوونو  اووه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دغه راز هغه زياتوي چې په ياد بريد کې شپږ  وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د بادغيس والي عبدالغفور ملکزی وايي چې د دغه بريد له امله د سيمې ۳۵۰ کورنۍ بېځايه شوي او نږدې سيمو ته تللي دي.

والي وويل چې د بېړنيو پېښو او کډوالو چارو رياست ته يې دنده سپارلې چې له بېځايه شوو کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.

همدازار شهابي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ اړوند د قرچغي په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په پايله کې يې له ولسي پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو څخه درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دی وايي، په دغو بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې طالبانو تېره شپه د ابکمري او قادس ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړې چې په ترڅ کې يې ۳۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

هغه زياتوي چې په دې بريدونو کې دوه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version