کابل (پژواک، ١٧ مرغومی ٩٧): د کورنیو چارو وزارت په کابل کې پر سازمان شوو جرمونو د ۲۲۲ تورنو کسانو نوملړ خپور کړی او وايي، د نیمه دولتي، سیاسي او پټو زورواکو (مافیا) لېست چې عامه امنیت یې ګډوډ کړی هم خپروي.
په «کابل کې د اختطاف کوونکو، غلو او سازمان شوو مجرمانو د ډلو» په خپاره شوي جدول کې چې تېر ماښام د کورنیو چارو وزارت له خوا نشر شوی، د مجرمانو نوم، د پلار نوم، اوسنۍ استوګنه، اصلي استوګنځی، د جرم بڼه او د فعالیت سیمه په ډاګه شوي دي.
وسله والې غلاوې او اختطاف د دغه جدول په لومړي سر کې راځي.
د یاد جدول پر اساس، د نوم لړ له هرو لسو مجرمینو اووه یې د کابل، پنجشېر، پروان، میدان وردګو او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي.
له پاتې ۷۷ مجرمینو د ۶۰ تنو د استوګنې سیمه نه ده مشخصه شوې، درې، درې کسان د تره خېلو او قرباغ ولسوالۍ او د کابل د میربچه کوټ، دوه تنه د لوګر او یو ـ یو تن د پکتیا، خوست، غزني، کندهار، هلمند او د کابل د کلکان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، له تېر ماښام راهیسې تر اوسه په جدول کې شامل پنځه کسان د خلکو په مرسته نیول شوي او دوو نورو ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی، خو د یادو اوو کسانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ده په خبره، پر جرمي قضیو د تورنو کسانو د نوملړ له خپرېدو وروسته یو تن چې نوم یې په لېست کې شامل دی، د خپلې مور په موجودیت کې ځان پولیسو ته سپارلی دی.
دانش زیاته کړه، حاضر شوی کس تیار دی چې د هغې ډلې په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي چې ده ورسره فعالیت کاوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: ((په نږدې وخت کې به د نیمه دولتي، سیاسي او پټو زورواکو لېست چې په مستقیم یا غیر مستقم ډول یې د نظام له امکاناتو په استفاده عامه نظم او امنیت ګډوډ کړی هم ووینئ.))
هغه زیاته کړه: ((له دوی به غوښتنه وشي چې له کورنیو چارو وزارت سره خپل حساب پاک کړي، کنه د پولیسو له نرم قدرته په استفاده د بانکي حسابونو تړلو او د دوی او کورنیو پر مخ دې د هوايي ډګر بندېدو ته انتظار وباسي.))
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، یاد وزارت له هغو کسانو سره مالي او معنوي مرسته کوي چې په خپاره شوي نوملړ کې د شاملو کسانو په نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن