ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت وروستۍ ابلاغيه اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې خنډ وبلل شوه

9 Jan 2019 - 17:18
9 Jan 2019 - 17:18

پلخمري (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): د بغلان خبريالان د کورنيو چارو وزارت وروستۍ ابلاغيه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لوى خنډ بولي او ټينګار کوي چې پر دې ابلاغيې بايد له سره کتنه وشي.

د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه د امرالله صالح له ټاکل کېدو وروسته دغه وزارت يوه ابلاغيه خپره کړه چې له مخې يې يواځې د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي ټيم کولاى شي رسنيو ته معلومات ورکړي.

خو خبريالان بيا دغه ابلاغيه د خپل کار پر وړاندې خنډ بولي.

د اړوندې موضوع په اړه نن د بغلان په مرکز پلخمري کې د رسنيو مسوولينو او خبريالانو اعتراضيه غونده جوړه کړې وه.

بغلان کې د ازادو خبریالانو ټولنې ولایتي مسوول او خبریال محمد ذاکر نوري وويل، له کله نه چې د کورنیو چارو وزیر پولیسو ته له خبریالانو سره دنه خبرو کولو امر کړی، خبریالان د بې پرې او کره معلوماتو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوري وايي: ((که دغه ابلاغيه لغوه نه شي، هم به خبريالان له ستونزو سره مخ وي او هم به خلک د پوليسو له فعاليتونو نه خبريږي.))

دغه راز د رویان راډيو مسوول مدیر شفیق الله احدي هم د سیمه ییزو خبریالانو په استازیتوب د کورنیو چارو وزارت دغه ابلاغيه د قانون خلاف وبلله.

احدي وویل، حکومت له یوې خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر تطبیق ټینګار کوي، خو بلخوا بيا د معلوماتو پر ورکولو بنديز لګوي.

يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې.

دوى د کورنيو چارو وزارت ته درې ورځې وخت ورکړ څو دغه ابلاغيه لغوه اعلان کړي او که چيرې دغه کار ونه کړي، د خبرونو نه خپرولو اعتصاب به وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ريیس عبدالبشیر اظهر ژمنه وکړه چې د خبريالانو دغه ستونزه به د ولایت له لارې د کورنيو چارو تر وزارت پورې رسوي.

اظهر هم وويل چې دغه ابلاغيه له قانون سره په ټکر کې ده او بيا کتنې ته اړتيا لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version