ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له مزارشريف څخه ترکيې او اروپايي هېوادونو ته هوايي دهلېز پرانيستل شو

9 Jan 2019 - 12:12
9 Jan 2019 - 12:12

مزارشريف (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٧): له مزارشريف ښار څخه ترکيې او اروپايي هېوادونو ته د سوداګريزې راکړې ورکړې هوايي دهلېز نن پرانيستل شو.

د مزارشريف د مولانا جلال الدین محمد بلخي په هوايي ډګر کې د مرغومي په ١٩مه په دې اړه يو لړ مراسم نيول شوي وو چې په کې له کابل څخه د ورغلو چارواکو تر څنګ د بلخ ولايت مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

د مالي او بانګ دارۍ په چارو کې د ولسمشر د سلاکار وياند سمير رسا رسنيو ته وويل چې نن په لومړي پرواز کې ٥ ټنه وچه مېوه چې وچ توت او کشمش په کې وو، د ترکي هوايي شرکت الوته کې لندن ته صادر شول.

ده زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې له مزارشریف څخه په اوونۍ کې دوه الوتنې ولرو او دا الوتنې په راتلونکي کې نورې هم زياتې کړو.))

د رسا د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د هوايي دهلېزونو له لارې تر اوسه پنځه زره ټنه توکي چې په کې تازه او وچه مېوه، غالۍ، قره قل پوستکي، زعفران او نور شامل دي په ٤٢٥ الوتنو کې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هغه په وينا، دغه توکي د سل ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت صادر شوي او يواځې په اوونۍ کې شپږ الوتنې چين ته جلغوزي صادرېږي چې په هره الوتنه کې ٢٠ ټنه جغلوزې لېږدلو کېږي.

رسا وايي، کوم صادراتي توکي چې له بلخ څخه کېږي هغه غالۍ، وچه او تازه مېوه، زعفران او نور توکي دي.

د سوداګريو او صنايعو چارو وزارت مرستيال ظهورالدین شېرزاد وايي، د هوايي دهلېز له لارې په ټوله کې ٥٣٠٠ تڼه توکي مختلفو هېوادونو ته صادر کړي چې د دې ٢٠ سلنه لګښت سوداګر او ۸۰ سلنه يې حکومت ورکوي.

ده زياته کړه: ((موږ د ډېرو صادراتو له اړخه کولی شو چې ډېر توليدات ولرو، دولت د تولیداتو ډېروالي لپاره برنامې لري. دولت هڅه کوي چې نوې لارې چارې د افغان سوداګرو د اسانتیا لپاره ولټوي څو وکولای شې د هوا او ځمکې له لارې خپل تولیدات صادر کړي.))

په مزارشريف ښار کې د ترکيې سرقونسل سچکين الپار وويل، افغانستان او ترکيه دوست هېوادونه دي او خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې به لا وغځوي.

د هغه په وينا، د لاجوردو لارې پرانیسته او نن د مزارشریف هوایي دهلېز پرانيسته به دوست هېوادونه سره نور هم نږدې کړي.

د ترکيې قونسل وويل، د هوایي دهلېز له لارې په تېرو اتو مياشتو کې له ١٢٠ تڼه زیات افغاني محصولات ترکيې ته صادر شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version