ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو نړيوال سازمان اسدالله خالد له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ

12 Jan 2019 - 17:49
12 Jan 2019 - 17:49

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٧) : د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.

اسدالله خالد چې د ولسمشرۍ له احتمالي کانديدانو څخه و، تر دې مخکې دافغانستان د ملي امنيت رييس او له هغه مخکې د کندهار د والي په توګه يې دنده ترسره کوله.

نوموړى څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوى، خو له ولسي جرګې څخه به د باور رايه ترلاسه کوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان چې مرکزي دفتر يې دامريکا په نيويارک ښار کې دى، د مرغومي په ٢٢مه، په دې اړه يو راپور خپور کړى دى.

په راپور کې راغلي، اسدالله خالد چې په کندهار کې والي و شخصي زندانونه يې لرل  او دهغه د ماموريت له پيل څخه تر اوسه يو شمېر کسان نادرکه دي.

دغه سازمان ادعا کړې، چې خالد په کندهار او غزني کې د والي په توګه د دندې پر مهال له خلکو سره بد چلند کړی او هغوی يې ځورولي دي.

د بشري حقوقو د څار د نړيوال سازمان په راپور کې راغلي، چې نوموړي د قربانايانو کورنۍ ګواښلي او ورته يې ويلي و که چېرې په دې اړه څه ووايي وبه وژل شي.

سرچينې ويلي، افغان حکومت د خالد د محاکمه کولو اراده نه لري او له افغان حکومت سره له نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه يې غوښتي چې د هغه په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې هم غوښتي چې پر افغان حکومت جدي بندېزونه ولګوي او له دغه هېواد سره خپلې مالي مرستې بندې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version