جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۷): په ختيځ زون کې سينماګران وايي، د سينما نه موجوديت يې د کارونو پر وړاندې لوی خنډ دی او که دغه ستونزه يې حل شوه؛ نو دا ځل به ننګرهار په کوچني هاليوډ بدل کړي.
ننګرهار چې يو وخت يې د واړه ممبي (کوچني باليوډ) نوم خپل کړی و، اوس په کې د ځينو ستونزو له امله د فلمونو جوړېدل کم شوي دي.
سينماګرانو د مرغومي په ۲۲مه جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال د لومړي ځل لپاره په دغه زون کې د سينما ورځ ونمانځله؛ خو له اطلاعاتو او فرهنګ رياست يې شکايت درلود چې د نورو خدمتونو نه ترسره کولو ترڅنګ يې حتی دغه ورځ هم ورته نه نمانځي.
د نمانځغونډې پرمهال يو شمېر سينماګرانو او ممثلينو د خپل فن ننداره هم وړاندې کړه او د دې ترڅنګ يې د خپلو ستونزو غږ هم پورته کړ.
په ختيځ کې د سينماګرانو د ټولنې مشر امير شاه تلاش وويل، د کارونو پر وړاندې يې د سينما نه موجوديت او په ټوله کې د حکومت او اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه پاملرنه لويې ستونزې دي، چې له امله يې دلته د سينماغوړېدلی هنر بېرته کمرنګه شو.
نوموړی مني چې تېر کې د سينماګرانو ستونزې هم وي، چې د فلمونو کيفيت پرځای يې کيميت ته توجه ډېره وه؛ خو اوس به يې د شمېر پرځای د فلمونو ښه والي ته ډېره توجه وکړي.
هغه زياته کړه ،که سينما جوړه شي او نندارچيان يې زيات شي؛ نو دا ځل به ننګرهار د ښو او نوې ټکنالوجۍ درلودونکو فلمونو په جوړولو پر کوچني هاليوډ يا د امريکايي فلمونو پر سينما بدل کړي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې ننګرهار ته د فلمونو له درکه د هندوستان د فلمي صنعت کوچنى باليوډ ويل کېده.
د افغان سينما وتلی لوبغاړی حشمت الله فنايي هم دغې غونډې ته ورغلی و او په ټول هېواد کې يې د سينماګرانو پر وړاندې لويه ستونزه د سينماګانو نه موجوديت په ګوته کړ.
هغه وويل، که هر ولايت او يا هم د زون په کچه يوه سينما جوړه شي؛ نو د سينماګرانو ستونزې ورسره خپله حلېدلی شي.
په ننګرهار کې د فلمونو يو لوبغاړی او ډايرکټر نجيب الله صادق وايي چې که دوی څومره ډېر او د ښه کيفيت لرونکي فلمونه جوړ کړي؛ خو که سينما موجود نه وي، نه مينه وال پيدا کولی شي او نه هم د دوی کړی لګښت پوره کولی شي.
په ننګرهار کې د افغان فلم ادارې مسوولين وايي، ځکه د سينماګرانو ملاتړ نه کوي چې دوی دغې برخې ته ځانګړې بوديجه نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن