ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوک وهنې او کرکټ دوو اتلو لوبغاړو د تلسيميا ناروغانو ته وينه ورکړه

19 Jan 2019 - 17:50
19 Jan 2019 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): د سوک وهنې او کرکټ دوو افغان اتلانو په ننګرهار کې د تلسيميا ناروغانو ته خپله وينه ډالۍ کړه او وايي چې موخه يې ځوانانو ته دا پيغام ورکول دي چې د وينې په ورکړه د نورو ژوند وژغوري.

سهيل احمد او حميد حسن چې دواړه د تره زامن دي، د مرغومي په ۲۹مه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لاړل او هلته يې د وينې بانک کې خپله وينه ورکړه.

د معلوماتو له مخې، هره ورځ له دېرشو تر څلوېښتو هغه ماشومان چې پر تلسيميا ناروغۍ اخته دي، د جلال اباد حوزوي روغتون ته د وينې اخيستو په موخه وړل کېږي.

تلسيميا چې د وينې د سرطان ناروغي هم ورته ويل کېږي، کوچنيان پرې له پدايښت سره سم اخته کېږي او هره مياشت د وينې ورکړې ته محتاج وي؛ خو ډاکټران وايي چې دغه چاره د يادو ماشومانو ژوند يوازې تر لسو کلونو ژغورلی شي.

سهيل احمد لندن مېشتی افغان سوک وهونکی دی، چې تر اوسه په ۱۴ لوبو کې لوبېدلی او يوازې يوه حريف يې ماتې ورکړې او پر نور ټولو بريالی شوی دی.

هغه د مرغومي په ٢٩مه، د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د وينې ورکولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، د خپل تره له زوی حميد حسن چې د کرکټ اتل لوبغاړی دی، په دې خاطر د وينې ورکړې ته راغلي چې د تلسيميا ناروغانو د ژوند ژغورلو برخه کې ګام پورته کړي.

نوموړي زياته کړه : ((زموږ وينه به دومره نه وي، چې لږ تر لږه د يوه ناروغ ژوند ته دې هم دوا شي؛ خو زموږ د راتګ موخه دا ده، څو نورو ځوانانو ته دا پيغام ورسو چې راشئ د خپلې وينې په نذرانې سره د خلکو ژوند وژغورئ.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست اړوند د وينې بانک امر ښايسته الرحمن عابد وايي چې هره ورځ دوی ته پر تلسيميا اخته له دېرشو تر څلوېښتو ماشومان د وينې اخيستو په موخه وروړل کېږي.

نوموړی وايي، د دا ډول ځوانانو وينه کولی شي چې د تلسيميا پر ناروغۍ اخته کسانو سره ډېره مرسته وکړي؛ ځکه دا ناروغان هره مياشت او يو نيم يې مياشت کې دوه ځل د وينې اخيستو اړتيا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version