میمنه (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سيمه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان پر ډزو ووژل.
د خواجه سبزپوش ولسوال میرویس سید زوی د دې پېښې په تایید سره پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو کسانو تېره شپه ۷۰ کلن غلام سخي او د هغه زوم ۳۰ کلن جان محمد د غذاري په کلي کې او د فوزیې په نوم یوه ځوانه ښځه یې د ینګی قشلاق په سیمه کې وژلي دي.
سید زوی زیاته کړه چې وسله والو کسانو، یو شپه وړاندې هم د شاهیمن مله په نوم یو ملکي وګړی د غذاري په کلي کې چې د طالبانو په واک کې دی، وژلی دی.
نوموړي، په طالبانو پورې د اړوندو وسله والو له لوري د ملکي کسانو وژنه په خلکو کې د وېرې او ډار خپرول وبلل.
په ورته مهال یوې سرچينې چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې تېره اوونۍ افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د غذاري په کلي کې عملیات ترسره کړي و چې په ترڅ کې يې د قاري تاج الدین قرارګاه ویجاړه او څه باندې ۳۰ طالبانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
سرچینې زیاته کړه چې وسله والو طالبانو له یادو عملیاتو وروسته، د یادو کلیو اوسېدونکي د ولسي پاڅون کوونکو ځینې قوماندانان چې په دې وروستیو کې د دوستانو لیدو ته ورغلي وو، طالبانو ته د اړوند کسانو له لوري هدف ګرځول شوي دي.
د طالبانو یو ډلمشر تایید کړه چې د دې ډلې تر مسوولیت لاندې سیمه کې درې نارینه او یوه مېرمن وژل شوي دي؛ خو ويې ویل چې طالبانو دا کار نه دی کړی، بلکې ناپېژاندو وسله والو یاد څلورکسان دولت ته د جاسوسۍ کولو له امله وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن