جلال اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۷): په ختيځو ولايتونو کې د کليو د پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد پياوړتيا په برخه کې د ۳۶۰ ميلیونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کوي.
د کليوالي ښځو د لاسي صنايعو د پياوړتیا دغه ملي پروګرام د مرغومي په ۳۰مه ننګرهار کې د يو لړ مراسمو پرمهال پرانيستل شو.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس مجيب الرحمن ضياء وويل، د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له کليدي برنامو څخه دي، چې موخه يې په ټاکل شويو سيمو کې د بېوزله مېرمنو په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې بدلون راوستل دي .
نوموړی وايي، د دغه پروګرام په ترڅ کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې په ختيځ زون کې د درې سوه شپېته ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې شي، چې په ترڅ کې به يې کليوالي سيمو کې د خلکو په اقتصادي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شي.
د ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ دا ډول پروګرامونه د کورنيو د اقتصاد په پياوړتيا کې ګټور ياد کړل.
نوموړې دغه راز له نړيوال بانک څخه مننه وکړه، چې د دې پروګرام د تطبيق په برخه کې بلاعوضه مرستې کوي.
مېرمن کاکړ دغه راز د کليو بيارغونې او پراختيا رياست له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، چې ياد پروګرام دې د دې ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوي .
په دغه پرانیست غونډه کې د لغمان د کليو بيارغونې او پراختيا رييس، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو او نورو هم ګډون کړی وو.
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يوه اوسېدونکې نازيه وايي، له کلونو راهيسې لاسي صنايعو برخه کې کار کوي، خو ورته د بازار نشتوالی يې پر وړاندې لوی خنډ و.
هغې وويل، دا پروګرام به ورسره مرسته وکړي، چې لاسي صنايع يې بازار پيدا کړي او لا دغه صنعت پياوړی او د کورنيو د اقتصاد ورسره لوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن