ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت په کندهار کې د وسله والو یوه ۳۰ کسیزه ډله نیولې ده

21 Jan 2019 - 15:46
21 Jan 2019 - 15:46

کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۷): چارواکي وايي، په کندهار کې یې د وسله والو مخالفینو یوه ۳۰ کسیزه ډله نیولې چې په درېیو جلا شبکو کې یې فعالیت درلود.

دغه کسانو په کندهار ښار او ولسوالیو کې ماینونه ځای پر ځای کول، ترهګریز بریدونه او هدفي وژنې یې کولې چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوي دي.

د ملي امنیت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، نیول شوو ۳۰ تنو په ۳ جلا شبکو کې فعالیت درلود چې د خلکو په همکاري نیول شوي دي.

سرچینی زیاتوي، دغو کسانو په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر دولتي قرارګاوو، امنیتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کول او په لویو لارو کې یې ماینونه ځای پر ځای کول.

د سرچینې په حواله، نیول شوو کسان په هدفي وژنو کې هم لاس لري او د دې تر څنګ د عامو خلکو کورونو ته ورتلل، له هغوی یې په زور نغدې پيسې او خوراکي توکی اخیستل چې هغوی یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

دغه سرچینه وايي، د دغو وسله والو په اړه د خلکو له خوا د ملي امنیت له ریاست سره معلومات شریک شول او د هغوی په همکاري د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ونیول شول.

یادې شوې سرچینې وویل، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او منلې یې ده چې په دې وروستیو کې یې پلان درلود څو په کندهار ښار کې ترهګریز بریدونه وکړي، دولتي مامورین، قومي مشران او نور په نښه کړي.

دغه اداره وايي، د دغو کسانو له نیول کېدو سره به په کندهار کې د ناامنۍ پېښې تر یوه حده راکمې شي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version