ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار؛ د ماشومانو لپاره د نړۍ په کچه د پولیو تر ټولو خطرناکه سيمه

23 Jan 2019 - 15:40
23 Jan 2019 - 15:40

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): کندهار هغه ولایت دی چې یوازې د هېواد په کچه نه، بلکې د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو خطرناکه سیمه ګڼل کېږي.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو تر ټولو ډېرې پېښې په همدغه ولایت کې ثبت شوې او دغلته مېشت ماشومان هره شېبه د دې خطرناکې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو ۲۸ پېښې ثبت شوې چې ۸ یې په پاکستان او ۲۰ یې په افغانستان کې وې.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت وايي، له بده مرغه افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په کې شته په داسې حال کې چېپه نوره نړۍ کې دغه ناروغي له منځه تللې ده.

ده وويل، په دې برخه کې افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار تر ټولو ډېر د پولیو له ګواښ سره مخ دي؛ ځکه په روان کال کې د نړۍ په کچه د پولیو ډېرې پېښې همدلته ثبت شوې دي.

ډاکټر نصرت وايي، د هېواد په کچه د ۲۰ مثبتو پېښو له جملې ۹ پېښې په کندهار کې ثبت شوې چې ۳ په شاولیکوټ، یوه په خاکرېز، یوه په میوند، یوه په ارغنداب، یوه په سپین بولدک ولسوالیو او دوه په کندهار ښار کې دي.

دغه راز نوموړي یادونه وکړه چې د پولیو درې نورې پېښې په هلمند، دوه پېښې په اروزګان، درې پېښې په کونړ، دوه پېښې په ننګرهار او یوه پېښه په نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدا او د خلکو نه پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

نصرت همدا خبره کوي او وايي، په دې سیمه کې د پولیو د پېښو د زیاتېدو تر ټولو عمده لامل نا امني ده چې تر ماشومانو یې د واکسیناتورانو رسېدل سخت کړي دي.

ده وویل، په ځينو سیمو کې د وسله والو له خوا پر واکسین بندیز لامل شوی چې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ په پېښو کې ډېروالی راشي او له ۱۰۰زره څخه ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي.

د حکومتي ادارو د معلوماتو له مخې، د کندهار نفوس شاوخوا ۳ میلیونه اټکل شوی او شاوخوا ۶۰۰ زره یې هغه ماشومان جوړوي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

د نصرت په خبره، د کندهار تر څنګ په هلمند او ارزوګان کې ګڼ شمېر ولسوالۍ داسې دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې له تېر یوه او یونیم کال راهیسې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version