کندهار (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): وسله والو په کندهار ښار کې په یوه غلچکي برید کې د دې ولایت یو څارنوال وژلی دی.
پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار اړوند د دویمې امنیتې حوزې په ساحه کې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د عبدالواحد په نوم دغه څارنوال د بغلان ولایت اوسېدونکی و او د کندهار په استیناف څارنوالي کې یې دنده لرله.
هغه زیاته کړه، وسله والو کسانو د دویمې امنیتي حوزې په ساحه کې سپوږمۍ سالون ته څېرمه پر دغه څارنوال ډزې کړي چې لومړی ټپي شوی و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
دی وايي، وسله وال له بریده وروسته تښتېدلي او پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې وسله والو تېره ورځ هم د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په ساحه کې د میوند ولسوالۍ د امنیت پر مدیر برید کړی و چې هغه روغ ترې وتلی و.
په کندهار کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن