کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۹۷): یوه باورې سرچينه وايي چې د هرات فراه رود لويې لارې کنډک قوماندان چې په ناقانونه توګه د پیسو پر اخيستو تورن و، نیول شوی دی.
د ملي امنیت شورا دې سرچينې پژواک خبري آژانس ته وویل چې د فراه رود لويې لارې په اوږدو کې قوماندان خدایداد د پیسو اخیستو په تړاو د موټرچلوونکو او سوداګرو د پرله پسې شکایتونو له مخې، نوموړی د مرکزي پلاوي له لوري تر نیولو وروسته توقیف شوی دی.
سرچينې زیاته کړې ده چې د فراه رود مسیر ډريورانو او سوداګرو د نوموړي د پیسو اخیستو په تړاو د ملي امنیت شورا ته شکایت کړی و چې په پایله کې د څېړنې پلاوي، د ولسمشر له لارښوونې سره سم، موضوع له نږدې له عارضینو سره وڅېړله او تورن شخص يې توقیف کړ.
سرچينه کاږي، ټاکل شوی څارمن خدایداد کابل ته ولېږدول شي او دوسیه يې د زیاتې څېړنې لپاره عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
له بل پلوه، د باروړونکو موټرو د چلوونکو اعتراض له یوې اونۍ وروسته پای ته ورسېد.
د هرات سيمه ییز چارواکي وايي چې د هېواد د ملي امنیت شورا استول شوی پلاوي د دې ولایت له والي سره د موټر چلوونکو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې.
د هرات والی عبدالقیوم رحیمي موټرچلوونکو ته ډاډ ورکړ چې د فراه پولیسو په همغږۍ به هغه امنيتي ځواکونه ونیسي او مجازات کړي چې له موټرچلوونکو څخه پیسې اخلي.
یوه اونۍ وړاندې موټرچلونکو د هرات – کندهار پر لویه لار د وهلو ټکولو او باج اخيستنې په غبرګون کې د هرات د ميرداوود دروازې مخ ته اعتراضي غونډه وکړه او لویه لار يې د ترافیکو پرمخ وتړله.
د پژواک خبري اژانس راپور له مخې، دو ورځې وړاندې د باروړونکو موټرو سلګونه موټرچلوونکو د پولیسو له لوري د باج اخیستنې په غبرګون کې اعتراض وکړ او د هرات – کندهار لار یې د ترافیکو پر مخ وتړله.
نږدې درې زرو د باروړونکو موټر چلوونکو او مسافرو، د اعتراضی غونډې په ترسره کولو د هرات – کندهار لویه لار یې د هرات ښار د میرداوود دروازې مخ ته د ترافیکو پر مخ وتړله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن