ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په پنجوايي کې څلور پولیس د خپلو دوو ملګرو له خوا وژل شوي

30 Jan 2019 - 11:56
30 Jan 2019 - 11:56

کندهار (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۷): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوو سیمه ییزو پولیسو خپل څلور پولیس ملګري وژلي دي.

پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د دواب سیمې په یوې امنیتي پوستې کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوو سیمه ییزو پولیسو چې ګومان کېږي له وسله والو سره یې اړیکې لرلې، پر خپلو نورو ملګرو ډزې کړې او څلور پولیس یې وژلي دي.

هغه زیاته کړه، برید کوونکي له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

عزيزي وايي، سیمې ته د امنیې قومندانۍ یو پلاوی تللی او د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د پنجوايي ولسوالۍ په دواب سیمه کې یې د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته نیولې، پنځه پولیس یې وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.

دی زیاتوي، له برید وروسته یې د پولیسو وسلې هم وړې دي.

احمدي دغه راز ادعا وکړه چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په اردو بلاغ سیمه کې یې پر یوه نظامي کتار برید کړی او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو چارواکي یې ردوي.

عزيزي وویل، د وسله والو دا ادعا حقیقت نه لري، دغلته ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ساحه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

په دې وروستیو کې په کندهار کې داخلي بریدونه ډېر شوي او دا څويمه پېښه ده چې کېږي.

دوه اوونۍ وړاندې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم په یوه ورته برید کې پنځه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version