کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني پردې باندې په ټينګار سره چې د سولې کيلي په افغانستان کې او د جګړې په پاکستان کې ده، وايي، نړيوالو تجربو ښودلې چې پنځوس سلنه د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل یې په سوله کې تلوار دى.
نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د ځوانانو او سولې ملي کنفرانس کې چې د لویې جرګې خېمه کې جوړ شوی و، وکړې.
ولسمشر محمد اشرف غني په دې کنفرانس کې ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، نن د ملي بحث لپاره د تحرک پیل دی چې د سولې لويې موخې ته د رسېدو لپاره اساسي روایاتو کې د بدلون لامل کېږي.
هغه دې ته په اشارې چې ځوانانو د تېرو څلوېښتو کلونو ستونزې ښې درک کړي، وویل، نن د افغانستان ځوان نسل له شعار څخه عمل ته راغلى. د ځوانانو اراده پیاوړې، لارنقشه یې روښانه او نن او سبا د ځوان نسل دی.
د ده په وينا، ستاسو په لیدلورو کې څلورو هیله بښونکو نکتو ته متوجه شوم چې یوه یې د سولې د لیدلوري او روایت ځوان محوره کول دي چې تاسو د ځوان نسل د استازیتوب غوښتونکي یاست.
غني زیاته کړه، ستاسو بحث ښځمحوره دی او هر څوک چې فکر کوي د افغانستان ښځې شاته ګرځي، دوباره دې فکر وکړي. همدارنګه ستاسو بحث هېوادمحوره دی او د هېواد ۳۴ ولایتونو څخه ستاسو راټولېدل د متحد او باعظمته ملت استازیتوب دی.
ولسمشر د سولې په اړه وویل: "هیڅ مسوول فرد حق نه لري چې د افغانستان جمعي انتحار تائید کړي. ستاسو راټولېدل او لیدلوري په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې زما اراده څو برابره پیاوړې کوي."
هغه زیاته کړه، په دې حساس پړاو کې د ملي ګټو استازیتوب تدبیر او زغم غواړي.
ده څرګنده کړه، زموږ ملي موخه پایداره سوله ده، اما تریخ حقیقت دادی چې بین المللي تجربو ښودلې چې پنځوس سلنه د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل یې په سوله کې تلوار دى.
د نوموړي په خبره، بین المللي بنسټ د سولې په اړه بریالۍ تجربې نه لري، بناء واضح اړتیا ده چې د پایداره سولې موخه ملت ته د تائید وړ وي او سوله باید په روښانه ورځ او د ملت په اراده ترسره شي.
غني څرګنده کړه، مهالنۍ سوله اقلیت محوره سوله ده او لوی اکثریت له پامه غورځوي، همدارنګه مهالنۍ سوله د ملي بنسټونو د وېش او د ملوک الطوایفۍ لامل کېږي.
غني زیاته کړه، جرمي اقتصاد په مهالنۍ سوله کې پیاوړی کېږي او د قانون د حاکمیت پر ځای افراد واکمنېږي او همدارنګه مهالنۍ سوله د ملي اقتدار د کمزورۍ لامل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن