ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو لومړنی نوملړ تر دوو ورځو اعلانېږي

1 Feb 2019 - 14:14
1 Feb 2019 - 14:14

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د احتمالی نوماندانو د اسنادو د څېړنې بهیر د وروستي کېدو په حالت کې دی او پایله به یې تر دوو راتلونکو ورځو اعلان شي.

د ټاکنو خپلوک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو د احتمالي نوماندانو د اسنادو د څېړنې بهیر تر ۹۰ سلنه ډېر بشپړ شوی دی.

د سرچینې په وینا، له دې مخکې ډېری بنسټونو د روغتیا، جنايي، د احتمالي نوماندان د شتمنیو، استعفا لیکونه او نور اسناد چې اړتیا یې وه، په اړه بشپړ معلومات کمېسیون ته ورکړي او ټاکل شوې سبا (شنبې) د بهرنیو چارو وزارت د یادو نوماندانو د تابعیت په اړه معلومات هم د کمېسیون په واک کې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د احتمالي نوماندانو د ملاتړو پر نوملړ کار په چټکۍ روان دی او ټاکل شوې تر دوو نورو ورځو د نوماندانو د اسنادو څېړنې بهیر پای ته ورسېږي.

ابراهیمي د خپلو په ترڅ کې څرګنده کړه: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر اساس، موږ باید د احتمالي نوماندانو لومړنی نوملړ د سلواغې په ۱۶ اعلان کړو، خو دغه کمېسیون ژمن دی څو لومړنی فهرست تر ټاکل شوي مهالوېش مخکې اعلان کړي.))

هغه په دې اړه چې ایا د نوماندانو په نوملړ کې چې نوم لیکنه یې کړې ده، بدلون به راشي؟ وویل چې تر اوسه مخکې له وخته دی چې په اړه یې ځواب وویل شي، په تمه و اوسئ، وروسته له څېړنې به معلوم شي چې څومره نوماندانو معیارونه پوره کړي او چا نه دي بشپړ کړي.

هغه وویل چې د لومړني فهرست تر نهايي کېدو وروسته دوی دغه نوملړ د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون ته سپاري څو هغه نوماندان چې له نوملړه لرې شوي او یا یې په اړه هېوادوال شکایتونه لري، خپل شکایتونه دې د شکایتونو کمېسیون کې درج کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه د مرغومي په ۱۳مه پیل شوه، ۱۶ ورځې یې ونیوې او په دې موده کې ۱۸ کسانو ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو په توګه ځانونه ثبت کړل.

"عبداللطیف پدرام، عبدالحکیم تورسن، سیدنورالله جلیلي، عنایت‌الله حفیظ، زلمی ‌رسول، نورالحق علومي، محمد شهاب حکیمي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، رحمت ‌الله نبیل، محمد ابراهیم الکوزی،‌ عبدالله عبدالله،‌ محمد اشرف غني،‌ نور رحمان لېوال، شیدامحمد ابدالي‌ او غلام‌ فاروق نجرابي هغه احتمالي نوماندان دي د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ځانونه ثبت کړي دي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version