کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۷) : د ټاکنو خپلوک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړ ، په نوملړ کې ټول ۱۸ تنه کاندیدان راغلي دي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۳۹۸ کال له پاره د ولسمشريزو ټاکنو د احتمالي کانديدانو ټول اسناد او مدارک څيړلي او تر بشپړو ارزولو وروسته اعلانوي چې ټول اتلس تنه احتمالي کانديدان په دې بريالي شوي چې لومړني لسټ ته لاره ومومي .
سرچینې زیاته کړې، دغو کانديدانو د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون د ۳۸ مې مادې سره سم ټول شرايط بشپړ کړي دي. کميسيون ته پر دغو څيړنو کې معلومه شوې چې دغو کانديدانو د خپلو ټولو منقولو او نا منقولو شتمنيو معلومات او د يو لکو رای ورکونکو لست او د هغوی د نوم ثبتونې لست بشپړ کړي او هر يو يې يو مليون افغانۍ د امانت په ډول بانک ته سپارلي دي .
سرچینې دغه راز ویلي، کميسيون د ټولو نوماندانو او د هغوی د مرستيالانو د دوه ګوني تابعيت په تړاو د اړونده ادارو په مرسته معلومات شريک کړي او په ټاکل شوې موده کې يې دا هم معلومه کړې چې دغه کانديدان د افغانې مور او پلار نه زيږيدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن