ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې بېلابېلې رغنيزې پروژې پرانيستل شوې

7 Feb 2019 - 19:07
7 Feb 2019 - 19:07

جلال اباد (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۷): په ننګرهار کې د څه باندې نهه ميليونو افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پيل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د شپږ ميليونه او دوه سوه زره افغانيو په لګښت د يوه سړک او ويالو جوړول، د ۳ نیم میلیونه افغانیو په لګښت ولايت مقام کې د مراجعينو د ناستې لپاره يوه ودانۍ او اداري کار کوونکو لپاره يو خوړنځای جوړ شامل دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي امر سيد همايون غريبمل د سلواغې په ۱۸مه پژواک خبري اژانس وويل، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اتمه ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام او ولسي ونډې په شپږ ميليونه او دوه سوه زره افغانيو مالي لګښت د يوه سړک او ويالې د جوړونې چارې پيل شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې ۹۱۰ متره او وياله ۶۵۰ متره اوږدوالی لري، د څلور مياشتو په موده کې په کانکريټي ډول جوړيږي.

دی وايي، د دغه سړک او ويالې ۴ ميليونه او اووه سوه زره لګښت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او پاتې نور لګښت يې ولسونو له لوري ورکول کېږي.

ده زياته کړه، په دغه پروژه کې به شاوخوا دوه زره کسانو ته کاري زمينه برابره شي.

د يوه بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت مقام د کارکوونکو لپاره د خوړنځي او د مراجعينو د ناستې دوه ودانۍ هم جوړې شوې دي.

دا ودانۍ پرون د ننګرهار د مخکيني والي حيات الله او څو نورو مسوولينو له لورې پرانيستل شوه.

د ننګرهار ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۱۸مه پژواک ته وويل، د ننګرهار ولايت مخکيني والي حيات الله حيات په هڅو په ولايت مقام کې د درې ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت يو خوړنځای او د مراجعينو لپاره د ولسونو کور په نوم ودانۍ تر جوړېدو وروسته پرون د استفادې وړ وګرځېده.

نوموړي وويل، "د خپل کور" او خوړنځای ودانۍ د دوو مياشتو په موده کې د درې ميليونه او څلور سوه زره افغانيو په مالي لګښت په معیاري بڼه جوړې شوي دي .

هغه زیاته کړه، له دې وړاندې مامورينو په خپلو دفترونو کې ډوډۍ خوړه؛ نو له همدې امله مخکېني والي مجهز خوړنځای جوړ کړ، ترڅو د رسمي چارو ښه تر سره کيدو لپاره ډوډۍ په خوړنځای کې وخوري.

د ده په وینا، همداراز  د ولايت مقام مراجعينو د درناوي او عزت په موخه يې د دوی لپاره په ولايت مقام کې د خپل کور په نوم يوه ودانۍ جوړه کړه، چې مسوولينو سره د کتنو، عرايضو راوړلو او نورو ستونزو حل پرمهال به ترې کار واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version