ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​لوګر کې د پاڅونوالو له خوا د یوه ښوونکي د وژنې پېښه څېړل کېږي

10 Feb 2019 - 16:00
10 Feb 2019 - 16:00

پل علم (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): د لوګر امنيتي مسوولين د هغې پېښې څېړنه کوي چې ويل کېږي پاڅونوالو يو ښوونکى وژلى او يوه ښځه يې ټپي کړې ده.

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو اوسېدونکي محمد عيسي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ پاڅونوالو د نورالدين ستانکزي په نوم يو ښوونکى وژلى او يوه ښځه يې ټپې کړې ده.

هغه وايي: ((دغه استاد د مغل خېلو اصلي اوسېدونکى و، په خپل موټر کې دوستانو کره روان و چې د تاشخان په سيمه کې پاڅونوالو پرې ډزې کړې، دغه استاد يې وژلى او د ده په موټر کې ناسته يوه ښځه يې ټپي کړې ده.))

خو د محمد اغې ولسوال نور محمد عبيدي بيا وايي چې په دې سيمه کې د دغه استاد د موټر تر څنګ د پاڅونوالو موټر هم روان و چې طالبانو پرې ډزې کړې دي.

دى وايي چې نوموړى استاد د طالبانو په ډزو کې وژل شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې څو معلومه کړي چې دغه استاد څنګه وژل شوى دى.

د يادونې ده، نورالدين ستانکزى د پکتيا پوهنتون له انجنيرۍ څانګې فارغ و او د لوګر په يوه خصوصي ښوونځى کې یې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.​

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version