ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درې کسان وژل شوي

12 Feb 2019 - 10:55
12 Feb 2019 - 10:55

تالقان (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په دشت کلا ولسوالۍ د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د تخار د والي وياند جواد هجري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دشت کلا ولسوالۍ په بازار کې د استوګنې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

ده وويل چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ عمليات پيل شوي دي.

دغه راز د دشت کلا د بازار اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې د هاوان دغه مرمۍ د محمد عمر په نوم د یوه کس پر کور لګېدلې ده.

دى زياتوي: ((دلته ولسوالۍ سره نږدې کورونه دي، کله چې مخالفين ولسوالۍ په نښه کوي، نو مرمۍ يې د استوګنې پر کورونو لګېږي چې ډېرى وخت په کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.))

ده هم وويل چې په دې پېښه کې د محمد عمر د کورنۍ درې غړي وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان دي.

د يادونې ده، وړمه ورځ هم په دې سيمه کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي وو او شپږ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version