ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان په افغانستان کې د سولې توافقنامې د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته چمتووالى وښود

16 Feb 2019 - 20:03
16 Feb 2019 - 20:03

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٧): د المان لومړۍ وزيره وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې توافقنامې د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نوموړې، دغه موضوع له ولسمشر غني سره په کتنه کې کړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني  او د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل، نن غرمه په مونیخ کې  د سولې پروسې د بین الافغاني مذاکراتو، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د انکشاف او ثبات په اړه بحث او خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي چې په دې کتنه کې د المان لومړۍ وزیرې وویل، هېواد یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړی او د سولې توافقنامې د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغې زیاته کړه، المان به د ستراتیژیک نړیوال شریک په توګه د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ وي.

ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د سخاوتمندانه مرستو او د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version