چاريکار(پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د پروان په مرکز کې د دغه ولایت د استیناف محکمې یو کارکوونکی وژلی دی.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام داسې مهال رامنځته شوه چې د میرویس په نوم یاد کارکوونکی د پروان په مرکز کې له جوماته د کور پر لور روان و.
د هغې په خبره، پر میرویس برید کوونکي د موټرسایکل په وسیله د برید له سیمې تښتېدلي دي.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت کوم کس یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د هرات د حج او اوقافو پر رییس په خپل کور کې ډزې کړې خو نوموړی له دې پېښې روغ وتلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن