ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: د سولې بهیر باید له ټاکنو سره په تقابل کې واقع نه شي

18 Feb 2019 - 19:16
18 Feb 2019 - 19:16

 کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر وايي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو لرې کول بېړنۍ پرېکړه ده او حکومت په سلیقوي چلند په ټولیزه توګه دوی ته د جزا ورکولو پرېکړه کړې ده.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخواني مشاور نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د عزل په تړاو د ولسمشر وروستۍ بېړنۍ پرېکړه به د ټاکنو پر ټول بهیر بدې پایلې ولري.

هغه وویل، ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د لرې کولو په تړاو د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره مشوره نه ده کړې او یو اړخیزه پرېکړه یې کړې ده، چې دغه عمل نه یوازې « د سولې او اعتدال» ټېم د اندېښنې لامل شوی، بلکې د ولسمشرۍ ټاکنو نور نوماندان یې هم اندېښمن کړي دي.

اتمر زیاته کړه، په ټولیز ډول د ټاکنیزو بنسټونو د مسوولانو له دندو لرې کول د هېواد په ګټه نه دي او قانون د دغه ډول کوم څه اجازه نه ورکوي او دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي.

نوموړي په ټاکنیزو چارو کې د ارګ مستقیمې لاسوهنې ته په اشاره وویل: ((یوازې کمېسیونونه نه وو مسوول، بلکې حکومتي بنسټونه هم مسوول دي او د ټاکنیزو کمېسیونونو لرې شوي غړي داسې اسناد او مدرکونه لري چې حکومت له دوی نه غوښتي و چې ځانګړي نوماندان بېرون کړي او ارګ په مستقیم ډول لاسوهنه کوله، ایا له دوی سره هم قانوني چلند کېږي کنه؟))

د ده په خبره، د «سولې او اعتدال» ټېم حکومت ته له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه د وړاندیزونو کڅوړه لېږلې او باید دې مسالې ته ژر پام وشي.

د ملي امنیت پخواني مشاور له حکومته وغوښتل چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلۍ هڅه دې نه کوي، بلکې د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو ته دې زمینه برابره کړي.

هغه په ټاکلي وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، سوله باید له ټاکنو سره په تقابل کې نه شي، سوله او ټاکنې کولای شي له یوه بل سره و تړل شي.

اتمر دې ته په اشاره چې د «سولې او اعتدال» ټېم موقف په افغانستان کې د سولې راوستل دي وویل: ((سوله باید له مشروع لارو راوستل شي چې د ټولو ګټې په کې خوندي وي او عادلانه سوله هغه مهال رښتینې کېږي چې د ټولو حقونو ته په کې پام شوی وي او ملت په کې فعال رول ولري.))

هغه زياته کړه: ((موږ د سولې د راوستو لپاره هڅه کوو، له خلیلزاد څخه ملاتړ کوو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې کافي نه دي باید د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.))

اتمر د مسکو ناستې ته په اشاره وویل، د مسکو د سولې خبرې بین الافغاني وې او د افغانستان په تاریخ کې لومړى ځل افغانان له یو بل سره کېناستل او د سولې په اړه یې خبرې وکړې.

د ده په خبره، د مسکو په ناسته کې دواړو لوریو د سولې اراده درلوده او یوه بین الافغاني ناسته وه او دواړو لوریو توافق وکړ چې دویمه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون په دوحه کې ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version