ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د بلخ د چهاربولدک ولسوالۍ د نفوسو احوال د ثبت مدير تښتولى

18 Feb 2019 - 13:30
18 Feb 2019 - 13:30

مزارشريف (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): د بلخ ځايي مسوولين تاييدوي چې د دغه ولايت د چهاربولک ولسوالۍ د نفوسو احوال د ثبت ادارې مدير سخيداد خان طالبانو تښتولی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د سلواغې په ۲۹مه پژواک ته وويل چې پېښه تېره ورځ د بلخ- جوزجان پر لويه لار د بلخ ولسوالۍ اړوند د علم خېلو کلي په ساحه کې رامنځته شوې ده.

عادل زياتوي، وسله وال طالبان هغه مهال د چهاربولک ولسوالۍ د نفوسو احوال د ثبت ادارې مدير تښتولی چې کله  نوموړی مزارشريف ته پر لاره و.

د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه: ((مدير سخيداد په يوه ليني موټر کې له ولسوالۍ ښار ته روان و چې وسله والو يې د علم خېلو کلي په ساحه کې د مزار- شبرغان لويې لارې پر سر موټر درولی او نوموړی يې ځان سره بیولی دی.))

نوموړي زياته کړه چې دمګړۍ قومي مشران طالبانو ته جرګه شوي او هڅه روانه ده چې دغه ملکي کار کوونکی راخوشی شي.

سخي داد خان د چهاربولک ولسوالۍ د اق تيپې کلي اوسېدونکی دی چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د يادې ولسوالۍ د نفوسو احوال د ثبت ادارې مدير پاتی شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version