کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۷): پوليس وايي، تېره شپه د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د پنجشېر واټ په سيمه کې يو کس د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې چادونه تېره شپه شاوخوا اته بجې رامنځته شوه.
هغه زياتوي، ماين د يو درملتون د مالک نصرت (مشهور په توفان) د موټر تر څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې نصرت ومی کس موټر ته پورته شوى و.
د ده په وينا، د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه نه ده معلومه چې ولې ياد کس ته ماين اېښودل شوی و.
تر اوسه چا د يادې چاودنې مسووليت نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن