کابل (پژواک، ۳ کب ۹۷): د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په ځینو ناحیو کې د جنايي جرمونو په تړاو د لسو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د یاد وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د کب په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ د لومړۍ، دویمې او نهمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
رحیمي زیاتوي چې نیول شوي کسان په وسله والو غلاوو او نورو جرمونو کې لاس لري.
هغه څرګنده کړه چې نیول شوي کسان تر نظارت او څېړنو لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن