جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٧): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنې دوه ملکي وګړي او يو پوليس ټپيان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار دويمې ناحیې په مربوطاتو کې د پوليسو پر رينجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وينا، په چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي چې دوه یې ملکي وګړي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، ټپي ملکي وګړي له سيمې د تېرېدو پر مهال له دې پېښې سره مخ شوي دي.
دی زياتوي، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن