ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې روغتیايي وضعیت پر ښه کېدو دی

26 Feb 2019 - 20:24
26 Feb 2019 - 20:24

کابل (پژواک، ۷  کب ۹۷): د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د ملي سروې پایلې چې له مخې یې د ماشومانو او میندو مړینه او مزمنه خوارځواکي کمه شوې او له زېږون مخکې پالنې او روغتیايي مرکزونه زیات شوي دي نن اعلان کړې.

عامې روغتیا وزارت د روغتیا د هغه ملي ارزونې پایلې چې دغه وزارت د مرکزي احصایې  ملي ادارې او «KIT » پوهنتون په همکارۍ د ۲۰۱۸ کال له مارچ څخه تر اګسته ترسره کړې او له ۲۰ زره کورنیو سره پکې مرکې شوې نن په یوه ناسته کې اعلان کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز د یادې ارزونې پایلې زېری ورکوونکې وبللې او ویې ویل، دغه ارزونه ښيي چې د خلکو، په ځانګړې توګه میندو او نوي زېږېدولو ماشونو روغتیايي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ښه شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((د دغه ډول ارزونو ترسره کول له موږ سره مرسته کوي چې د روغتيايي خدمتونو د ښه کېدو په تړاو د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو له پایلو خبر شو او په موجوده نیمګړتیاوو کار وکړو.))

د ده په خبره، د دې ارزونې په یوه برخه کې اشاره شوې چې : ((له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کمښت چې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده د پام وړ راکمه شوې ده. د ۲۰۰۳ کال په جریان کې په هرو زرو نوو زېږېدلو ماشومانوکې ۲۵۷ یې له پنځمه کلنۍ په کم عمر کې مړه کېدل خو اوس دغه شمېر ۴۹ ته راکم شوی دی. دغه راز د میندو په مړینه کې هم د پام وړ کمښت راغلی دی.))

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۷۰۰ څخه شاوخوا ۴۰۰۰ ته زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۱۵ کلونو کې له زېږون مخکې او د زېږون پر مهال د مراقبت په برخو کې د ولادي ماهرینو لخوا ښه پرمختګ شوی دی او د ملي سروې پایلو ته په کتو په ۲۰۱۵ کال کې د ولادي برخې د یوه ماهر لخوا له ولادت مخکې او د ولادت پر مهال د مراقبتونه۵۳ سلنه و او په ۲۰۱۸ کال کې دغه سلنه ۵۸،۸ ته لوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د زيږون ځانګړنه د ولادي ماهرینو لخوا په هغو ښځو کې چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي د ولادت فیصدي په ۲۰۰۳ کال کې له څلور سلنې ۱۵ سلنې ته پورته شوې او له زېږون مخکې د مراقبتونو سلنه له ۸ څخه ۵۹ ته زیات شوی چې د روغتیايي سکتور په برخه کې د پام وړ پرمختګونه ښيي.

نوموړي زیاته کړه، په مزمنه خوارځواکۍ کې له ۶۰ سلنې څخه ۳۶ سلنې ته کمښت راغلی او دغه راز ۶۸ سلنه خلک له دولتي روغتیايي مرکزونو څخه استفاده کوي.

سربېره پر دې د یادې ارزونې په یوه برخه کې څرګنده شوې چې د ۲۰۰۳ کال په پرتله د واکسین خدمتونه ۲۰ سلنه او له زېږون مخکې خدمتونه ۵۱ سلنه زیات شوي دي.

د مرکزي احصایې ادارې مسلکي مرستیال حسیب موحد په دې ناسته کې ویل، دغه ارزونه له یادې ادارې سره په همغږۍ ترسره شوې او وړاندې شوي ارقام کره او په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر د استفادې وړ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version