ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو نابینا سندرغاړی د اقتصادي ستونزو له امله له کړاوه ډک ژوند تېروي

4 Mar 2019 - 14:58
4 Mar 2019 - 14:58

جلال اباد (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): د فريد فريادي په نوم يو نابينا سندرغاړی چې د ژوند  سختې شپې ورځې سبا کوي، له اقتصادي ستونزو شکايت کوي.

دی وايي، د خلکو د خوښيو په محفلونو کې په لاس ورغلي عوايد يې د پنځه ويشت کسيزې کورنۍ لپاره بسنه نه کوي او له سختو ستونزو سره مخ دی.

نوموړی د هنر په دنيا کې د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي استاد منګل په شاګرد مشهور دی او ډېر خلک يې محفلونو ته د هماغه د غږ په تنده وړي.

فريد فريادي اصلاً د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ دی، عمر يې ۳۶ کاله دی خو اوس له خپلې کورنۍ سره د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اړوند په شيخ مصري ښارګوټي کې اوسېږي.

هغه چې د دوو خونو لرونکي په يوه خام کور کې اوسېږي، وايي دا کور يې هم د مياشتې په څلور زره کلدارو کرايه نيولی دی.

فريادي پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: ((پرون هم د کور مالک راغلی و، کرايه يې غوښتنه، کور کې ترې پټ شوم، پيسې راسره نه وې، غږ مې يې واورېد، ويل يې که پيسې نه شې ورکولی نو کور خالي کړه.))

پر فريد فريادي سربېره د هغه يو ورور او دوه کوچنۍ خویندې هم نابينا دي، چې د نوموړي د غريبې کورنۍ پر اوږو يې بار لا زيات کړی دی.

فريادي د هنر په ډګر کې د ښکلي غږ لرونکی او دغه راز يې ارمونيه هم زده کړې او د زده کړې په برخه کې کوم ځانګړی استاد هم نه لري.

نوموړى وايي: ((زه چې کله ماشوم وم، د منګل استاد له غږ سره مې ډېره مينه لرله، کېسټو کې به مې د هغه سندرې اورېدې او ورسره به مې تمرين کاوه، ارمونيه مې هم همداسې زده کړې ده، بيا چې کله استاد سره مخ شو؛ نو استاد چې زما غږ او نغمې واورېدې؛ نو په خپلې شاګردۍ يې قبول کړم.))

کوچنۍ خور يې نورزيه هم د فريادي په څېر نابينا ده، اوس يې ديني زده کړې پيل کړې او په دوولس کلن عمر کې يې د قرانکريم درې سپارې حفظ کړې؛ خو وايي مدرسې ته د تګ راتګ پر مهال کړاو ګالي.

هغې وويل: ((کله چې مدرسې ته ځم، لاره کې څوک نه وي، يو نيم ځای وغورځېږم، بيا څوک نه وي چې راپورته مې کړي، ډېره ځورېږم. کله مې زړه کې تېر شي چې خدای زه ولې پيدا کړې يم ولې نابينا يم.))

شپېته کلن محمد معصوم د فريد فريادي پلار دی، نوموړی نجار و، خو وايي د سترګو د ديد کمزورتيا ترې د ګټې وټې دغه کار اخيستی او اوس د کورنۍ د نورو غړو په څېر د فريد د هنر ګټې ته ناست دی.

هغه پژواک ته وويل، ډېر کله يې د نابينا لوڼو راتلونکي ته اندېښنه وي؛ ځکه چې اوسنی ژوند يې هم ښه نه دی، له کړاو ډک دی او حيران وي چې راتلونکی به يې څنګه وي.

فريد فريادي بيا د هنر له مينه والو او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غوښتنه کوي چې د دوی د کورنۍ لاسنيوی وکړي.

نوموړي غوښتنه کوي چې که يې د سرپناه ستونزه هم ور حل شي، نو د ژوندانه نورو بارونو ته خپله اوږه ورکولی شي.

فريادي وايي تر اوسه ورسره هېڅ دولتي ارګان او يا هم کوم شخص څه مرسته نه ده کړې.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version