ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په غزني او کاپیسا کې د یو شمېر طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

5 Mar 2019 - 17:00
5 Mar 2019 - 17:00

غزني ښار- محمودراقي (پژواک، ١٤ کب ٩٧): حکومتي چارواکي وايي چې په غزني او کاپيسا ولايتونو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر طالبان وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ګډو هوايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په بخشي سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ګڼ شمېر نورو طالبانو تر څنګ د طالبانو يو مشهور قوماندان، کاکړ هم وژل شوى دى.

د سیمې يوه اوسېدونکي نعیم الله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه بريد شوى او په ترڅ کې یې د کاکړ په نوم يو کس وژل شوى دى.

خو طالبان  بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې کاکړ د يوه جومات ملا امام و چې تېره شپه د چاپې پر مهال وژل شوى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي پژواک ته وويل چې تېره شپه په ميرخېلو سيمه کې امنيتي ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې چاپه وهلې ده.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو مشهور قوماندان عبدالرقيب وژل شوى او يو شمېر نور طالبان له سيمې تښتېدلي دي.

د ميرخېلو د کونج سيمې اوسېدونکي لاجورد پژواک ته وويل چې نوموړى قوماندان د لنډاخېلو سيمې اوسېدونکى و او  جنازه يې سهار دغې سيمې ته انتقال شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version