ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کابل کې د ښځې نړيوالې اوونۍ په مناسب څلور ورځنى نندارتون پرانېستل شو

5 Mar 2019 - 17:28
5 Mar 2019 - 17:28

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): نن کابل کې د پژواک خبري اژانس او يو شمېر نورو بنسټونو په ګډون د ښځې نړيوالې اوونۍ په مناسب د کار او زده کړو ملي څلور ورځنى نندارتون پرانېستل شو.

د کار او بار او سوداګرۍ د پراختيا مرکز مشرې سپوږمۍ صيام د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او کار د پراختيا د مرکز، سوداګرۍ او صنايعو خونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، ځوانانو معينيت، د راتلونکي پلان خدمتونو او افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو په مرسته جوړ شوى دى.

هغې وويل تمه ده چې په دغه نندارتون کې تر شپېتو زرو کسانو ګډون وکړي.

د صيام په وينا،د دغه نندارتون تحصيلي برخه د زده کړيالانو لپاره يو فرصت دی چې له لارې به يې وکولاى شي پوهنتونونه او درسي نصابونه له نږدې وګوري او له هغو تخفيفونو ګټه واخلي چې په دغه نندارتون کې وړاندې کېږي.

 دغه راز هغه وايي چې پوهنتونونه هم کولای شي د دغه نندارتون له لارې د راتلونکي تحصيلي کال لپاره ښه بازارموندنه وکړي.

 صيام وايي، د خالي بستونو اعلان، په بېلا بېلو برخو کې د غوره ښځو جايزه، د افغاني جامو او کولتور نندارې ته وړاندې کول، له معتبرو پوهنتونونو او شرکتونو ليدنه او داخلي او بهرني بورسونو ته لاسرسى هم د همدې نندارتون له لارې کېږي.

په همدې موخه نن په دغه نندارتون کې ٨٠ غرفې جوړې شوې دي.

پژواک خبري اژانس هم په دغه نندارتون کې يوه ځانګړې غرفه لري.

پژواک د دغې غرفې له لارې خلکو ته د دغه اژانس د بېلابېلو خدمتونو په تېره بيا اېس اېم اېس په اړه معلومات ورکوي، تر څو خلک له دې لارې اطلاعاتو ته لاسرسى پيدا کړي او د خپل هېواد د پېښو او مسايلو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د سلام، اتصالاتو، ام ټي ان او افغان بيسيم مخابراتي شرکتونو مشترکين کولاى شي، د پژواک د اس ام اس چوپړ له لارې له ورځينو پېښو او مسايلو په اړه ځانونه خبر کړي.  

سپوږمۍ صيام وايي چې د نندارتون په راتلونکو ورځو کې به لوړپوړې ښځينه چارواکې هم په کې ګډون ولري او د سولې پروسې په اړه به ويناوې وکړي.

هغې وويل چې د ښځو د نړيوالې اوونۍ په مناسبت به وړتيا لرونکې وزيرانې، مدنی فعالانې او تکړه سوداګرې ښځې وستايل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version