ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا پنځه رياستونه او ځينې نورې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي

6 Mar 2019 - 17:37
6 Mar 2019 - 17:37

ښرنه (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت پنځه رياستونه او ځينې نورې مهمې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ترڅنګ يې په دولتي ادارو کې ١٦ سوه نور بستونه هم خالي دي چې خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پکتيکا د سرحدونو، اطلاعاتو او فرهنګ، د کليو د پراختيا، د فوايد عامې او اقتصاد رياستونو ترڅنګ د اراضي اداره، د مرکزي احصايې اداره او د اولمپيک امريت هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار اوسېدونکي محمد عارف د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو کال وړاندې د پکتيا پوهنتون له کمپيوټر څانګې څخه فارغ شوى، خو تر اوسه دنده نه لري.

هغه وايي: ((ډېرو دولتي او غير دولتي ادارو ته مې خپله سي وي ورکړې، ښه پرې خبر يم چې خالي بستونه هم لري، خو ملا يې ماته ده، موږ ته کار نه شي راکولاى.))

نوموړي تور پورې کړ چې حکومتي مشران دغه بستونه يواځې واسطه لرونکو کسانو او يا هم د پيسو په مقابل کې خلکو ته ورکوي.

د دغه ولايت بل اوسېدونکي محمد عيسى پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې زياتره رياستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او يا هم هېڅ رييس نه لري.

هغه کومه اداره مشخصه نه کړه، خو زياته يې کړه: ((ځينې رييسان خو له لسو کلونو بيا ډېر کېږي چې پر همدې يوې څوکۍ ناست دي، ته وايې چې قباله يې راوړې ده.))

د هغه په وينا، کله چې د يوه کار لپاره کوم رياست ته مراجعه وکړې، نو د رييس د نه شتون له امله کارونه ډېر ځنډيږي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي عيدګل پژواک ته وويل چې د يوه سوداګريز جواز د ټاپه کولو لپاره څلور ځلې د اقتصاد رياست ته ورغلى دى.

ده زياته کړه: ((څلور ځلې لاړم، کار مې ونه شو، راته يې ويل چې موږ رييس نه لرو او د دغه کار صلاحيت له بل چا سره نشته دى.))

د خالي بستونو په اړه د پکتيکا د پوهنې رياست د تشکيل او تطبيق د څارنې مدير عظمت خان کټوازي پژواک ته وويل چې په دغه رياست کې سلګونه بستونه خالي دي.

هغه وايي: ((له يوې خوا خلک په ولسواليو کې کار نه کوي، له بل پلوه امنيتي ستونزې دي، نو خلک په دولتي دوايرو کې کار نه کوي چې له امله يې ډېر بستونه خالي پاتې دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version