ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په پکتیا او خوست کې د ښځو د ځانوژنې ۳۷ پېښې ثبت شوې

9 Mar 2019 - 15:38
9 Mar 2019 - 15:38

ګردېز (پژواک، ١٨ کب ٩٧): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې روان لمريز کال په پکتيا او خوست ولايتونو کې د ښځو د ځان وژنې ۳۷ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه کمېسيون د ښځو برخې مسوولې زرمينې شمس د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې له دوى سره ۳۸۲ پېښې ثبت شوې چې ۱۶۲ يې په پکتيا او پاتې نورې يې په خوست ولايت کې دي.

شمس ښځو ته د خپلو حقونو نه ورکول، جبري ودونه او نور تاوتريخوالي د دې پېښو عوامل يادوي او وايي چې قرباني نجونې او مېرمنې له ځينو درملو يا نورو توکو په استفادې ځان وژنه کوي.

نوموړې وويل: ((سږ کال موږ له مختلفو ارګانونو څخه ۳۸۲ قضيې ثبت کړې چې په دې کې څارنوالي، حقوق بشر او شفاخانې دي، له شفاخانو ډېر ارقام راځي. موږ د ځانوژنې ۷ قضيې په پکتيا کې او ۳۰ نورې په خوست کې درلودې. زياتره ښځې د جبري ودونو يا نورو حقونو د نه ورکړې له امله خودکشي کوي.))

بل لور ته د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکې جميلې لوړ ولور، ناخوښې ودونه او ځيني کورني تاوتريخوالي د دې پېښو عوامل يادوي چې په خبره يې پر نجلۍ يا مېرمنۍ د ژوند کړۍ راتنګه کړي، نو بیا د ځان وژنې اقدام کوي.

دا وايي: ((په لرو پرتو سيمو کې تاوتريخوالی زيات دی، مثلاً لوړ ولور خپله يو تاوتريخوالی دی، په بدو کې ورکول کم شوى، خو بيا هم شته، همدا شان بدل ودونه، نجونې تعليم ته نه پرېښودل او نور. که څه هم د مخکې په پرتله له ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی، خو بيا هم يوه جدي مسئله ده.))

د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکې عايشه وايي، د هلک او نجلۍ له رضايت پرته او په کم عمر کې د نجونو ودول د کورني تاوتريخوالي لوی لاملونه دي چې بايد دولت او قومي مشران یې مخه ونيسي.

نوموړې وویل: ((تر اوسه پورې کم عمره خويندې ودېږي، زما له علماوو څخه دا غوښتنه ده چې دې مسئلې ته ډېره توجه وکړي.))

مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل کورنی تاوتريخوالی يو تريخ واقعيت او د افغانانو د ژوند ناوړه کلتور يادوي او وايي چې په ډېرو کورنيو مواردو کې خپله ښځې پر نورو ښځو د تېري عامل دي.

اصف خېل پر ديني عالمانو او حکومت نيوکه کوي چې له مسووليت سره سم يې د دې ستونزو حل ته کافي کار نه دی کړی.

نوموړي پژواک ته وويل: ((تاوتريخوالی په ډېرو کورنيو کې دی، دا پر يو کلتوري بدل شوی، د پښتنو سيمو يو لوی مشکل دا دی چې لوی، لوی کورونه يو ځای ژوند کوي چې دا خپله د خشونت يو ستر لامل دی. همدارنګه خپله ښځې عامل دي؛ ځکه ښځې دا معلومات نه لري چې زه ولې په بله ښځه تاوتريخوالی وکړم، زموږ ديني علماوو هم په دې اړه تبليغ نه دی کړی او په دا دومره وخت کې حکومت هم پر دې کار نه دی کړی چې خلکو ته دا پوهاوی ورکړي چې کورنی ژوند څنګه وکړي.))

په ورته وخت کې د پکتيا د استيناف محکمې رييس مولوي عطاالله فکري ښځو ته د اسلامي حقونو ورکول الهي امر بولي او وايي که مېرمنې له خپلو حقونو برخمنې نه شي، هم مشران مسوول دي او هم د ټولنيزو ستونزو لامل ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version