ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او بغلان کې د دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب کړى

11 Mar 2019 - 16:27
11 Mar 2019 - 16:27

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۷): د افغانستان دولتي پوهنتونونو اتحاديه وايي، استادانو ځکه کاري اعتصاب کړى چې د تنخواګانو او امتيازونو په اړه يې د لوړو زده کړو قانون ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.

نن کابل او ولايتونو کې د ځينو دولتي پوهنتونونو استادانو کاري اعتصاب پيل کړى، خو ځينې يې وايي چې ژر به اعتصاب پيل کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سړو سيمو پوهنتونونو کلني درسونه د کب په ١٥ مه پيل شوي دي.

د افغانستان پوهنتونونو د استادانو د ټولنې مشر پوهاند نجيب الله امرخېل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د پوهنتونونو استادانو له دې امله چې تنخواګانې او امتيازات يې له قانون سره سم نه اجرا کېږي؛ کاري اعتصاب پيل کړی.

د هغه په وينا، د لوړو زده کړو قانون په ۱۳۹۴ کال کې توشېح شوى خو تر اوسه يې ٣٥ مه ماده نه ده پلې شوې.

د ملکي لوړو زده کړو قانون په ۳۵ مه ماده کې راغلي:"د لوړو زده کړو د موسسې د علمي کادر د غړو معاش، په جلا مقرره کې تنظيمېږي."

امرخېل وايي چې تر اوسه په دې اړه کومه مقرره نه ده جوړه شوې او  له ۱۳۹۴ کال راهيسې د پوهنتون د استادانو تنخواګانې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د فرمان له مخې د ولسمشرۍ له "خيراتي کود ۰۹۲" څخه اجرا کېږي.

دى وايي:"موږ تر اوسه معاشونه او که کوم امتيازات وي، په غير قانوني ډول اخلو؛ موږ غواړو چې زموږ دغه امتيازات قانوني شي."

د کابل پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد ذبيح الله ناصح وايي چې له پرون راهيسې يې ځکه درسي اعتصاب پيل کړى چې د لوړو زده کړو قانون ۳۵ مه ماده  نه ده پلې شوې.

دی زياتوي، تر هغې به خپل درسي اعتصاب ته دوام ورکړي ترڅو چې د استادانو تنخواګانې او امتيازات قانوني نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version