ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حضرت علي: له طالبانو سره تر سولې وروسته داعش پر لوی سرخوږي بدلېدای شي

13 Mar 2019 - 14:27
13 Mar 2019 - 14:27

جلال اباد (پژواک، ۲۲ کب ۹۷): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حضرت علي وايي، له طالبانو سره له سولې وروسته د داعش وسله والو د پرمختګونو په اړه اندېښنې شته دي.

نوموړی په جلال اباد ښار کې پر يو ساختماني شرکت د داعش ډلې وروستي بريد ته په اشارې سره وايي چې دغه ډله به تر ډېره په ختيځو ولايتونو کې خپلو وسله والو فعاليتونو ته زور ورکړي.

حضرت علي دا څرګندونې د کب په ۲۲مه په جلال اباد ښار کې د سولې په تړاو د قومي مشرانو يوې غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، له دې غونډې يې موخه له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو اترو هرکلی او دا هيله مندي ده چې په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره عملاً سوله وشي، خو وايي اندېښنې موجودې دي چې له طالبانو وروسته به داعش ډله خپلو فعالیتونو ته زور ورکړي.

د نوموړي په وينا، په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې وروستی بريد د دې څرګندونه کوي چې لا هم دغه ډله ماتې شوې نه ده او د سترو بريدونو توان لري.

حضرت علي وايي، له طالبانو سره د سولې پروسه اوس په بريالۍ توګه روانه ده خو مهمه د ترهګرۍ له منځه وړل دي، له يوې ډلې سره سوله او يا يې ځپل هېڅ ګټه نه لري.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، که د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي او د سيمې هېوادونه په دې برخه کې همکاري ونه کړي، نو له يوې ډلې سره سوله کول په افغانستان کې دايمي سوله او امنيت نه شي رامنځته کولی.

هغه په دې برخه کې د قومونو پر يووالي او اتفاق ټينګار وکړ چې په خبره يې د ولس له همکارۍ پرته وسله وال نه شي ځپل کېدلی.

حضرت علي وويل اوس يې د بېلابېلو ولسواليو له قومي مشرانو سره په دې برخه کې مشورې پيل کړې چې د خپلو سيمو ساتلو په برخه کې يې همکارۍ ته وهڅوي.

د يادولو ده، په قطر کې له طالبانو سره پيل شوي مذاکرات تېره ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر هوکړه پای ته ورسېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version