ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر : افغانان دې د راتلونکي په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه لري

14 Mar 2019 - 14:34
14 Mar 2019 - 14:34

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د طالبانو مرستيال او د قطر دفتر رييس ملا عبدالغني برادر له امريکايي لوري سره د سولې روانو خبرو اترو ته هيله مندي ښودلې ده.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له مطبوعاتي دفتر سره په يوه غږيزه مرکه کې کړې ده چې د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته استول شوې ده.

ملا برادر وايي چې په قطر کې له امريکا سره په پنځم پړاو کې پرمختګ شوى، خو دا هم يې په ډاګه کړه چې طالبان له خپل پخواني دريځه نه دي تېر شوي.

خو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې په خبرو کې طالبانو ورسره په اصولو کې پر څلورو موضوعاتو موافقه کړې ده.

دوى زياته کړې ده چې په پنځم پړاو خبرو کې د ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هوکړه شوې، په راتلونکو خبرو کې په پر بين الافغاني مذاکراتو او اوربند خبرې کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هيله څرګنده کړې ده چې په راتلونکو خبرو اترو کې يوې حل لارې ته سره ورسېږي.

ده زياته کړې: ((تمه لرو چې بهرنيان ووځي او افغانان لکه د وروڼو په څېر ژوند وکړي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ممکنه موافقې په صورت کې به ځيني سياسي مشران له هېواده ولاړ شي، وايي: ((څوک چې راسره تفاهم وکړي او دشمني ونه کړي، ټول وروڼه بولو، خو که دوى هم موږ وروڼه وبولي، خلک دې د راتلونکي په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.))

د هغه په وينا، په راتلونکي کې به هېڅ ډول تبعيض نه وي، يو بل ته به احترام او درناوى شتون ولري.

ملا برادر د طالبانو د مرکچي پلاوي ستاينه کړې چې ټول ښه وړتيا لري او د ډلې مشران پرې باوري دي.

دى وايي، طالبان د هېواد علمي، جهادي مشرانو ته درناوی او ورته اړتيا لري، له هغوى سره به دا ډول چلند کېږي، لکه چې طالبان یې له خپلو ملګرو سره کوي.

ملا برادر له ګاونډيانو او نورو هېوادونو سره د اړيکو په اړه وايي: ((دوى ته ډاډ ورکوو چې راتلونکى نظام به د چا په ضرر نه وي؛ ځکه موږ د چا تر اغېزې لاندې نه يو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version