ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان اوسني او مخکني ولسمشر نوي زيلاند کې پر لمونځ کوونکو بريدونه وغندل

15 Mar 2019 - 16:40
15 Mar 2019 - 16:40

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسشمر حامد کرزي په نوي زيلاند کې پر لمونځ کوونکو بريدونه غندلى او ويلي يې دي چې نړۍ بايد د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

د راپورونو له مخې، د نوي زیلاند په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. په وژل شويو کسانو کې يو تن او په ټپيان کې درې تنه افغانان دي.

د دغه هېواد د پولیسو مشر مایک بوش وايي د نور او لینوو پر جوماتونو د برید په تړاو یې څلور تورن کسان نیولي چې درې يې نارینه دي او یوه ښځه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، دغه بريد وحشيانه بللى او غندلى يې دى. ولسمشر غني ويلي، دغه بريد وښوده چې ترهګر هیڅ دین او ايين ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.

ولسمشر غني، یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد له تفکیک پرته د ګډې مبارزې غږ کړى.

غني، د نوي زيلاند حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

دغه بريدونه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غندلي دي.

د حامد کرزي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې کرزي د بې ګناه انسانانو وژل څرګنده ترهګري او د بشريت ضد جنايت بللى دى.

حامد کرزيويلي:"ترهګري مشخصه جغرافيا او په يو قشر پورې اړه نه لري، نو ځکه بايد د نړۍ ټول ملتونه د ترهګرۍ د له منځه وړو او د سوله ييزې فضا رامنځته کولو لپاره يو بل ته لاس ورکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version