ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر په الکترونيکي تذکرو کې د سادات قوم نوم ليکلو فرمان صادر کړ

15 Mar 2019 - 11:48
15 Mar 2019 - 11:48

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د تابعيت په الکترونيکي تذکرو کې د "سادات" قوم نوم ليکلو فرمان صادر کړ.

سرچينه ليکي چې دغه فرمان د سادات قوم د غوښتنې او په ١٣٩٦ کال کې د سترې محکمې د عالي شورا  د قضايي قرار له مخې صادر شوى دى.

د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې تعلق لري او د افغانستان ملت له هغو ټولو کسانو جوړ دى چې د دغه هېواد تابعيت لري.

دغه راز په دغه ماده کې راغلي چې د افغانستان ملت، د پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبيکو، ترکمنو، بلوڅو، پشه يي، نورستانيو، ايماقو، عربو، قرغيزو، قزلباشو، ګوجرو، براهوي او نورو قومونو جوړ دى او د افغانستان هر وکړي ته د افغان کلمه اطلاق کېږي.

تر اوسه په الکترونيکي تذکرو کې په دغه ماده کې د شاملو قومونو نومونه ليکل کېدل، خو د ولسمشر د ياد فرمان له مخې به له دې وروسته د سادات قوم هم په تذکره کې ليکل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version