ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: که امکانات برابر شي خپلې ټولې نجونې ښوونځيو ته لېږو

17 Mar 2019 - 17:24
17 Mar 2019 - 17:24

ګردېز (پژواک، ٢٦ کب ٩٧): د پکتیا په مرکز ګردېز کې ګام مدني بنسټ ښوونځيو کې د نجونو د شاملولو په موخه د "خور او ورور، د ښوونځي پر لور" په نوم څلور ورځنی کمپاين پيل کړ.

دوی وايي، په مرکز او ولسواليو کې به کلي په کلي او جومات په جومات وګرځي او له خلکو به وغواړي چې د اسلام له حکم سره سم د ټولنيزې سوکالۍ لپاره په خپلو ټولو ماشومانو تعليم وکړي.

د ياد بنسټ مشر افضل زيار دکب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوهه د انساني پرمختګ او ټولنيزې نېکمرغۍ اساس دی او پر همدې بنسټ غواړي خلک تعليم او له دې لارې خپلو حقونو او مسوليتونو پېژندلو او تر سره کولو ته وهڅوي.

ده زياته کړه، له ګردېز وروسته به په راتلونکو ورځو کې احمدابا، سيدکرم، لجه منګل، څکمنيو، ګرده څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو ته هم له دې پيغام سره لاړ شي.

دى وايي: ((ورور سره بايد خور يو ځای ښوونځي ته لاړه شي. تر هغه موږ له دې بدبختيو څخه نه شو خلاصېدی چې ورور، خور او لور مو يو ځای مکتب ته ګډ ونه لېږو. زموږ د بدبختۍ اصلي لامل دا دی چې زموږ نيمه ټولنه فلج ده.))

د دې مدني بنسټ غړی احسان الله احسان وايي، ټول خلک لېوال دي چې په خپلو ماشومانو تعليم وکړي، خو په خبره يې په ځينو سيمو کې د لازمو اسانتياوو نه شتون يې پر وړاندې خنډ دی.

د ده په وينا، د پر ځان بساينې او د نورو له محتاجي د خلاصون يواځينۍ لاره شعوري ويښتيا ده.

دی وايي: ((اوس موږ يواځې نيم هېواد ترقي کولی شو؛ ځکه موږ نيمايي نفوس د ترقۍ له دروازې راګرځوو. د پرمختګ، ښه ژوند او له نړۍ سره د سيالۍ دروازه د مکتب دروازه ده. که موږ غواړو چې ټول ښه ژوند او سهولتونه پيدا کړو او له نړۍ سره سيالي وکړو، نو مجبور يو چې نر او ښځه دواړه تعليم وکړي.))

بل خوا خلک وايي، پر دې پوهېدلي چې د نارينه وو په شان تعليم د نجونو حق او د نېکمرغي اساس دی او دوی يې پر وړاندې مسوولت لري، خو په خبره يې د ښوونځيو لرېوالی، د ښځينه ښوونکو او د کتابونو او ځينو نورو اسانتياوو نه شتون يې د دې چارې پر وړاندې خنډ دي.

د ګردېز اړوند د بنوزيو سيمې قومي مشر قادر خان وايي، که يادې اسانتياوې ورته برابرې شي، نه يواځې نجونې، بلکې مېرمنې به هم تعليم ته ولېږي.

خان وويل: ((بالکل يې لېږو، خو چې دلته لنډ خو مکتب جوړ شوی وای. اوس هلته د اسمان سر کې مکتب دی، زما د اتو، نهو کلونو لورګانې دي يا تر دې لويې نجونې وي، هغه څنګه ولېږو؟ مزدوران خلک يو، همېش خو تر مکتبه نه شو ورسره تلی چې بو يې ځو او راولو يې. ځمکه مو هم ورکړې، دلته لنډ دې مکتب راته جوړ شي، ښځې هم ورلېږو، ته خو جينکۍ ښيې.))

د تېرې سيمې قومي مخور حاجي عبدالله هم دا خبره کوي او وايي، د هرې سيمې خلک چمتو دي چې د ښوونځيو او نورو تعليمي مرکزونو جوړېدو لپاره ځمکه ورکړي او نوره همکاري ورسره وکړي، خو په وينا يې دولت د تعليم په برخه کې لازم پام نه دی ورته کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version