تالقان (پژواک، ٢٧ کب ٩٧): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې د پوليسو يو افسر وژل شوى او يو بل پوليس ټپي شوى دى.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په درقد ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو د ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې د درقد ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د مخابرې امر حبيب الله وژل شوى او يو بل د پوليسو ساتنمن ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
اسير وايي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى خو د څېړنې په موخه يې پلاوى ټاکل شوى دى.
دغه راز په درقد ولسوالۍ کې يوې بلي امنيتي سرچيني هم ياده پېښه تاييد کړه خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
درقد د تخار تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې درې کاله وړاندې د څو ورځو لپاره وسله والو طالبانو نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن