جلال اباد (پژواک، ۲۸ کب ۹۷): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې يې ۱۶ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په خبره، وسله والو ته يې دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اړولې او څو وسله وال يې ژوندي هم نيولي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي د کب په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې يې د قهر سېلاب په نوم د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي، يوه تومانچه او دوه موټرسايکلونه يې هم ترلاسه شوي دي.
جګړن يوسفزی زياتوي، امنيتي ځواکونو تېره ورځ د کابل- جلال اباد لويې لارې اړوند د ورېښمين تنګي په سيمه کې دوه طالبان ټپيان کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پرون وسله والو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې له مقاومت سره مخ شوي دي.
دی وايي، په دې جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، دوه نور ټپیان شوي او دغه راز د وسله والو يو ميل کلاشينکوف او نور مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د هغه په وينا، په اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه بريد په ترڅ کې دوه داعش وسله وال هم وژل شوي دي.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو دغه چارواکی وايي چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سيمه کې د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو سيمه ييز قوماندان ژوندی نيولی دی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن