لښکرګاه (پژواک، ۵ ورى ۹۸): د هلمند د ولايتي شورا رييس وايي چې د نوي کال له پيله راهيسې په دغه ولايت کې تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون ٤٩ کسان وژل شوي او ٩٣ نور ټپيان شوي دي.
دغه څرګندونې د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاالله افغان د وري په پنځمه په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
ده وويل چې د نوي کال له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
افغان وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې په بېلابېلو سيمو کې د ملکي وګړو په ګډون ٤٩ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٩٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې مرګ ژوبلې ډېره برخه په لښکرګاه، نادعلي او سنګين ولسواليو کې سرتېرو او ملکي وګړو ته اوښتې ده.
ده زياته کړه: ((طالبانو بريدونه ډېر کړي خو زموږ امنيتي مسوولين هېڅ توجه نه کوي چې له امله يې هره ورځ عام خلک او سرتېري وژل کېږي.))
دغه راز د مدني ټولنې غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې په دې وروستيو کې د ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
هغه زياته کړه: ((په دغه ولايت کې حکومت او طالبان يو بل ته زور ښيي چې بيا وژل کېږي په کې ملکي وګړي.))
ځواکمن له حکومت او طالبانو غوښتنه وکړه چې نور له جګړو لاس واخلي او د سولې په موخه مذاکرات پيل کړي.
خو بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په تېرو دوو اونيو کې په دغه ولايت کې ١٩ سرتېري وژل شوي او ٢١ نور ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه پلانونه جوړ شوي او امنيتي ځواکونه دې برخې ته ډېره پاملرنه کوي.
ځواک زياته کړه چې په يو شمېر سيمو کې اوس هم د طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن