ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ځیني روږدي: حکومت دې زموږ د درملنې لپاره زمینه برابره کړي

26 Mar 2019 - 16:30
26 Mar 2019 - 16:30

غزني ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٨): په غزني کې پر نشه يي توکو روږدي کسان وايي، غواړي چې درملنه يې وشي خو اړوند ارګانونه يې د درملنې لپاره زمينه نه برابروي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد اکرم د وري په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې نشه يې توکو ته مخه کړې ده.

هغه وايي چې ده او ځينو نورو ملګرو يې څو ځلې روغتون ته مراجعه وکړه څو درملنه يې وشي، خو هلته يې څوک نه قبلوي.

ده زياته کړه: ((که څه هم چې زموږ نور ملګري ورغلي وو، هلته يې نږدې دوه مياشتې تېرې کړې او درملنه يې هم نه ده شوې، خو بيا موږ غواړو چې ورشو څو که درملنه مو وشي.))

دغه راز بل په نشه يي توکو اخته کس واحد پژواک ته وويل چې له دغه ژونده نور ستړى شوى او غواړي چې درملنه يې وشي.

ده وويل: ((که څوک مې روغتون ته بوځي، اماده يم چې درملنه مې وشي خو څوک مې نه بيايي او خپله چې ورځم څوک مې نه قبلوي.))

همدارنګه ٤٠ کلنې خاطرې پژواک ته وويل: ((قسمت و، په نشه يي توکو اخته شوم، خو اوس مې وجدان نه قبلوي چې تر پله لاندې له نورو پوډريانو سره کېنم، بايد درملنه مې وشي.))

يو شمېر نورو پر نشه يي توکو اخته کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى درملنه وکړي.

بل لور ته د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې روږدي کسان دوى ته هر ډول ستونزې پيدا کولاى شي.

په دې اړه د غزني ښار د پس حصار سيمې اوسېدونکي صالح محمد پژواک ته وويل چې پر نشه يي توکو اخته کسان د دوى کور ته څېرمه تر پله لاندې نشه يې توکي کاروي.

هغه وايي: ((دوى هلته کېني نشې کوي، زموږ ماشومان ورته ګوري، يوه ورځ دا زموږ ماشومان هم په دې بلا اخته کېږي.))

نوموړي دا هم وويل چې پر نشه يي توکو اخته کسان له کورونو غلاوې کوي او د څو روپيو په بدل کې خلک پر چړو هم وهي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version