ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له کجکي بند څخه د برېښنا نوي غځول شوي مزي بې کیفیته دي”

28 Mar 2019 - 17:40
28 Mar 2019 - 17:40

کندهار (پژواک، ۸ وری ۹۸): د کندهار ولایتي شورا وايي، له کجکي بند څخه د برېښنا د نوو مزیو غځولو په پروژه کې فساد شوی، نوي مزي د برېښنا د لېږد وړتیا نه لري او پرې کېږي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه پروژه دې تر هغو نه تسلیموي چې د کیفیت تضمین یې نه وي شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یو ځل بیا له کجکي بند څخه کندهار او لښکرګاه ته د برېښنا لېږد درېدلی دی.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله برېښنا پارچاو وه، خو په دې وروستیو کې چې د برېښنا جریان بېرته پیل شوی، مزي پرې کېږي او د برېښنا د لېږد توان نه لري.

ده زیاته کړه، هغه معلومات چې دوی تر لاسه کړي ښيي چې له کجکي بند څخه د نوو مزو غځولو په پروژه کې فساد شوی او غځول شوي مزي بې کیفیته دي.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې تر هغه دا پروژه نه تسلیموي چې د کیفیت تضمین یې نه وي شوی.

دغه راز ده یادونه وکړه چې پلان لري د برېښنا چارواکي ولایتي شورا ته ور وغواړي او په دې اړه معلومات وړاندې کړي.

له کجکي بند څخه د برېښنا د نوو مزو غځولو پروژه د امریکا پوځ د انجنیري برخې له خوا پلې کېږي.

د معلوماتو له مخې، د ۴۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۴۰۳ پایو او نوو مزو د غځولو دغه پروژه په دې وروستیو کې بشپړه شوې ده.

د کندهار حوزې د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژه درې برخې لري چې له کجکي بند څخه تر لښکرګاه دوراهي، له لښکرګاه دوراهي څخه تر لښکرګاه ښار او له لښکرګاه دوراهي څخه تر میوند ولسوالۍ پورې د نوو پایو، مزیو او دوو سب سټېشنونه نصبول شامل دي.

هغه زیاته کړه، له لښکرګاه دوراهي تر میوند ولسوالۍ پورې هیڅ ستونزه نشته او غځول شوي مزي عادي کار کوي، خو ستونزه له لښکرګاه دوراهي تر لښکرګاه او له کجکي بند څخه تر لښکرګاه دوراهي پورې ده چېرې چې تل جګړې وې او پایو او مزیو ته زیان اوړي.

د ده په خبره، څو ورځې مخکې چې تر اوږده ځنډ وروسته برېښنا بېرته وصل شوه، په همدغو ساحو کې مزي پرې کېدل او دوی بېرته رغول، ځکه په دغه ساحه کې تل جګړې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version