غزني ښار(پژواک، ١٠ ورى ٩٨): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله څلور زده کوونکي وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د اندړو ولسوالۍ د نوح بابا پر لېسې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
نوري زياتوي چې په دغه پېښه کې څلور زده کوونکي وژل شوي او ١٥ زده کوونکي او دوه ښوونکي ټپيان شوي دي.
نوري زياته کړه: ((تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ د چا له لوري ویشتل شوې ده.))
خو نوموړى زياتوي چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
دا په داسې حال ده چې تېره ورځ د غزني ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو د بريد له امله د درېيمې حوزې د امر په ګډون ١٦ پوليس وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن